ای اېم اېف پاکستان ته د ۵۰۰ میلیونه ډالرو نوي پور ورکولو منظوري ورکړه

د پیسو نړیوال صندق (ای اېم اېف) پاکستان ته د شپږ اربه ډالرو پور تر ارزونې وروسته دغه هېواد ته د ۵۰۰ میلیونه ډالرو نوي پور ورکولو منظوري ورکړې ده.

د دغه صندق په اعلامیه کې راغلي، د دغو پیسو په ورکړې سره له ۲۰۱۹ز کال وروسته له دوی څخه د پاکستان پور کړې پیسې دوه اربه ډالرو ته رسیږي.

د پيسو نړیوال صندق مرستیال مدیر اېنټوانټ سايح ویلي، پاکستان د هغه هېواد له بوديجې سره د مرستې په پروګرام کې د اطمينان وړ پرمختګونه کړي دي.

نوموړي ویلي، په داسې حال کې چې کورونا وايرس وبا لا هم روانه ده، د هېوادونو مالي ملاتړ ډېر مهم دی.