په نړۍ کې د هوا د معیار په اړه خپور شوی تازه رپورټ لیکي چې د کورونا وبا له کبله رامنځ ته شوي ټولبند او محدويتونو په نړيواله کچه د هوا په معیار کې ښه والی راوستی دی.
خو په رپورټ کې راغلي چې کله دا محدويتونه لري شي او ژوند عادي حالت ته راشي نو د نړۍ په لویو ښارونو کې به د هوا معیار د صحت د اصولو مطابق نه وي.
په اروپايي هېواد سويټزرلېنډ کې د مېشته غیرسرکاري ادارې - ای کیو اېر د ۲۰۲۰م کال په رپورټ کې ویلي چې په پاکستان کې هر کال نيږدې ۲۰ فيصده کسان په هوا کې د الودګۍ له امله د ورپیښو ناروغيو له کبله مري.
رپورټ زیاتوي چې د نړۍ په یو شمېر هېوادونو کې د کورونا وبا له کبله ټولبند او محدويتونو په هوا کې د الودګۍ کچه کمه کړې او د نړۍ په ۶۵ فیصدي ښارونو کې د هوا معيار کې بهتري راغلې ده.
د یادې ادارې مشر فرينک هيمس وايي چي هر کال د نړۍ په ۱۰۶ هيوادونو کې د هوا معیار ته کتنه په دې موخه کيږي چې چټلتیا یا الودګي د انساني صحت لپاره مضر اثرات لري او هغه څه دي چې که مخه يې ونیول شي نو انساني صحت ته خطر کمېدای شي.
اوس پوښتنه دا ده چې هغه کومې ناروغۍ دي چې سبب يې په هوا کې چټلتیا ده او خلک ترې څنګه ځان ژغورلای شي؟
د پيښور په لېډي ريډنګ روغتون کې د مېډيکل د څانګې مشر پروفيسر ډاکټر خالد محمود وايي چې د انساني صحت لپاره په هوا کې د الودګۍ کچه که تر ۵۵ فيصد پي ايم زیاته شي نو د انسان سا اخیستلو یا نظام تنفس ته زیان رسوي.
نوموړي مشال راډیو ته وویل، "په هوا کې د الودګۍ زیات اثر د تنفس یا ساه اخيستو په نظام کيږي چې له وجې يې د سا بندۍ، مرۍ، پوزې، او سترګو تر څنګ مرګونې ناروغۍ لکه د سږو سرطان او د زړه یو شمیر ناروغۍ رامنځ ته کېدای شي."
ده وویل چې د کومو سیمو په هوا کې الودګي زیاته ده، هلته د مرګونو شمېره زیاته ده خو چې کومې د سترګو د خارش، یا څرمنې یا نورې د الرجۍ ناروغۍ دي او د هوا د الودګۍ له وجې کيږي نو هغه مرګوني نه دي .
په رپورټ کې راغلي دي چې د ۲۰۱۶م کال نه تر ۲۰۲۰م کال پورې په افغانستان کې د ۴۰۶ کسانو، په پاکستان کې د ۲۰۷ کسانو ،په هند کې د ۱۵۰ کسانو او په چين کې د ۱۱۷ کسانو د مرګونو تر شا لویو وجوهاتو کې یوه په هوا کې الودګي وه.
د راپور له مخې دا مهال په هوا کې د الودګۍ په حواله لاهور په نړیوال نوملړ کې پر درېيم نمبر چټل ښار دی.
خو د مارچ تر ۲۶مې د پېښور په امریکايي کونسلګرۍ کې لګېدلې د هوا د معيار د آلې تر مخه پېښور ښار کې په هوا کې د الودګۍ کچه ۱۸۵ پي ایم وه چې د صحت د نړيوالې ادارې د هدایاتو له مخه په هوا کې د الودګۍ دا کچه د صحت لپاره زیان رسوونکې ده.
د خيبر پښتونخوا د ماحولیاتو صوبايي وزیر سید محمد اشتیاق وايي چې د دوی وزارت د صوبې په ښاري سیمو کې د ونو او باغونو لګولو تر څنګ د کروندې پر مځکه د ابادۍ د مخنيوي لپاره قانون سازي هم کړې ده.
نوموړي مشال راډیو ته وویل، "زموږ حکومت د بیلين ټري څونامي [يو ارب ونو لګولو] پروژه په لرې پرتو سیمو ، شاړو ځمکو او غريزو علاقو پورې غځولې وه خو ښاري سیمو ته مو اوس توجو کړې ده."
ده زیاته کړه چې اوس په ښاري سیمو کې د ځنګلونو پر پروژه باندې کار کوي چې ورسره به په ښاري سیمو کې د هوا د الودګۍ ستونزه تر څه حده قابو شي.
سید محمد اشتیاق وویل چې دوی په پېښور کې لویې لویې ونې لګولې دي او د پېښور ټول تاريخي باغونه به هم ابادوي.
په اروپايي هيواد سويټزرلېنډ کې د مېشته غیرسرکاري ادارې - ای کیو اېر د ۲۰۲۰م کال په رپورټ کې راغلي چې په جنوبي اسیايي هيوادونو کې له ۱۳ نه تر ۲۲ فيصده مرګونو تر شا د هوا چټلتیا ده.
په دغه نوملړ کې پر لومړي نمبر بنګله دېش دی او پر ۱۷م نمبر پاکستان دی.