ايران او چين د مارچ په ۲۷مه د پينځه ويشت کلونو لپاره د ستراتيژيکو اړيکو يو تړون په تهران کې لاسليک کړ.
د دې لانجمن تړون تفصيل نه دی په ډاګه شوی خو د ایران د بهرنيوو چارو د وزارت وياند، سېد خاطبزاده ويلي په لوظنامه کې سياسي او اقتصادي همکارۍ شاملې دي.
همداراز دا تړون د دواړو هېوادونو ترمنځ د امنيتي او پوځي اړيکو زیاتولو خبره هم کوي.
چين د ايران تر ټولو لوی تجارتي ملګری او د دوی د خامو برامداتو يو مهم مارکيټ دی. دا برامدات د امريکې د بندیزونو له امله ډېر کم شوي دي. ¬