جانیخېل ولې د بې امنۍ ښکار ده؟

په جانیخېو کې ځوانان د کرکټ لوبه کوي. تصویر ځايي‌اوسېدونکي لطیف وزیري مشال راډيو ته ورکړی

د خیبر پښتونخوا د بنو له ښاره ۲۵ کيلوميټره ليري پرته، جانیخېل سيمه چې ځايي‌اوسېدونکي یې د خپل ګړدود له مخې ځوني خېل بولي، له ۲۰۰۱ کال څخه تر ۲۰۰۹ کال پورې د وسله والو تر کنټرول لاندې وه. په دې سيمه کې د وزیر اتمانزو قبیلې جانیخېل قام دېره دی ځکه په همدې نامه یادېږي.

هسې خو جانیخېل له پخوا څخه د بدامنۍ له وجې په خبرونو کې يادېدله خو دې سیمې د مارچ له ۲۱مې ډېر نوم پېدا کړ. د دې وجه د هغو وژل شوو څلورو ماشومانو مړي وو چې په دغه ورځ وموندل شول. دا هلکان شل ورځې مخکې تری تم شوي وو او نامعلومو کسانو تر وژلو وروسته په يو خوړ کې ښخ کړي وو.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جانیخېل مشران وايي، حکومت منلې چې په سیمه کې به یې امن پر ځای کوي

د مړو تر موندنې وروسته خلکو احتجاج پېل کړ او کله چې نهه ورځې وروسته حکومت د دوی غوښتنې ومنلې نو پرلت یې پای ته ورساوه. دوی د دغه وژنو عدالتي پلټنې، د کورنيو لپاره مالي‌مرسته او د ټولو وسله والو پر ضد يو شان عمليات کېدل غوښتل.

د جانیخېلو یو اوسېدونکي، پروفیسر اسحق د مارچ په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل چې له کلونو راهیسې روانې بې امنۍ د دغه ځای خلک وروسته پاتې پرېښي دي. ((لویه ستونزه ترهګري ده چې موږ یې ځپلي يو.))

بدامنۍ د جانیخېلو د پرمختګ مخه نيولې ده
پروفیسر اسحق

دلته د تحريک طالبان پر وسله والو څو ځل امريکايي ډورن بريدونه هم شوي دي. د رویټرز خبري اژانس د راپور ترمخه، له ۲۰۰۸ کال وروسته په جانیخېلو کې د امن کمېټو په نامه ځايي خلکو د ‌وسله والو پر ضد فعالیت پېل کړ چې د حکومت ملاتړ ورته حاصل وو.

ځايي‌اوسېدونکو مشال راډيو ته ويلي چې په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان پوځ دغلته عمليات وکړل چې د وسله والو د ختمولو تر څنګ یې ځايي‌کورونه او کاروبارونه هم ويجاړ کړل. پروفیسر اسحق یې په اړه وايي: ((زمونږ بدبختي دا ده چې په نورو سیمو کې چې عملیات وشي حکومت امدادي پېکيج (مالي مرسته) ورکوي مګر زمونږ دا ځانګړې سیمه ده چې خلکو سره حکومت هېڅ مالي مرسته نه ده کړې.))

د جانیخېلو کورونه. د دې ځای ابادي نیزدي شپېته زره یادېږي

د پاکستان حکومت په قبايلی سيمو کې تر عملياتو وروسته په ډيرو ځایونو کې د ویجاړو شوو کورونو سروې کړې او مرستې یې ويشلې دي. دوی وخت په وخت د تعليمي ادارو د جوړولو او همداراز خلکو سره د ورانو کورونو د رغولو لپاره د فنډ ورکولو اعلانونه هم کوي.

ځوانان ډير دي خو نه یې تعليم شته او نه روزګار. ډېرو د چرسو، پوډرو او اییس نشو ته مخه کړې
عمران وزیر

د جانیخېلو ابادي خوا او شا شپېته زره ده. په ختیځ کې یې لکي مروت، جنوب ختیځ ته یې بېټني، جنوب ته یې جنوبي وزیرستان، لوېدیځ ته یې د شمالي وزیرستان خیسور سیمه او شمال اړخ ته یې بکاخېل پروت دی.

د جانیخېلو ډېر خلک په خپلو هغه ځمکو کې په کرونده ژوند تېروي چې ډېرې اوبه نه لري. د فصلونو د خړوبولو اوبه له هغه واړه روده ورځي چې د کال په ځينو موسمونو کې پکې ډېرې اوبه نه وي.

د جانیخېلو اوبه

د جانیخېلو هغه ځوانان چې په بهر هېوادونو کې د کار لپاره د تګ وس نه لري او په کلي‌کې ورته څه روزګار نه پېدا کېږي، د بېلابېلو لوبو په کولو خپل وخت تېروي.

دوی کله کله د فټبال او کرکټ‌لوبو په هغو ټورنمنټونه کې لوبېږي چې ځايي‌خلک یې پخپله جوړوي. که څه هم مسلکي‌مېدانونه نشته خو په للمي ځمکه لوبې کېږي. ځايي‌زلمیان د ښکار او موټرسايکل ځغلولو هم شوقیان دي. پاخه سړکونه نشته خو دوی په کچه او شګلنو لارو د تګ سره بلد دي.

ځايي ځوانان د موټرسايکل چلولو شوقيان دي

د وسله والو پر ضد عمليات

په ۲۰۰۹ کال کې د پوځي عملياتو سره د سيمې خلک بې کوره شول. کله چې درې میاشتې پس له دې عملياتو کډه شوي خلک خپلو سيمو ته ورستانه شول نو ښوونځي او سړکونه وران شوي وو. د جانیخېلو په يوازیني هسپتال کې پوځ دېره وو چې وروسته د خلکو تر مسلسلو غوښتنو پس ترې ووت. خو دا هسپتال اوس هم بند پروت دی.

د ۲۰۰۸ کال په نومبر کې د جانیخېلو خلک د هغه کور پاتې شونو ته ولاړ دي چې په يو ډرون حمله کې له منځه تللی

د پاکستان پوځ په ۲۰۱۷ کال کې په جانیخېلو کې په وړه پېمانه د وسله والو پر ضد د چاڼ عمليات وکړل. د دوی د عامه اړیکو څانګې، ایی، ایس، پي، آر د دغه کال د اګست په ۲۸مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي وو چې په دې عملياتو کې یې دوه وسله وال وژلي دي.

دا نه وو ويل شوي چې دا وسله وال د کومې ډلې پورې تعلق لري خو په جانیخېلو کې له پخوا راهیسې د مات شوي تحريک طالبان پاکستان بېلابېلې ډلې فعاله دي.

د پاکستان پوځ په ۲۰۰۹ کال کې په جانیخېلو کې عمليات وکړل

د دې ځای اوسېدونکي وايي تمه یې درلوده چې په ۲۰۱۸ کال کې په خېبر پښتونخوا صوبه کې د قبايلي سيمو تر ګډيدو وروسته به د دوی ستونزې هم ختمې شي خو په وېنا یې داسې ونه شول.

د جانيخېلو یو اوسېدونکی عمران وزیر وایي که د بې امنۍ مسله حل نه شي او د تعليم په څېر نور سهولتونه برابر نه شي نو د دغه ځای ځوانان به بيا جګړو ته مخه کړي.

دا هم وګورئ: وزيرستان: د وسله والو د بياراپورته کېدو وېره

نوموړي د مارچ په ۲۹مه مشال راډيو ته وويل د تعليم د نشتوالي له امله د دوی ځوانانو ته د روزګار موقعې محدودې شوې دي. ((ځيني خلک عرب هېوادونو ته په مزدورۍ پسې تللي دي. هغوی چې دلته دي، د روزګار بندوبست یې نشته. ډيرو ځوانانو نشو ته مخه کړې. چرس، پوډر او د ايیس والا نشه کوي.))

د وسله والو بيا راپورته کېدل او اندېښنې

د ۲۰۲۰ کال په اګست میاشت کې په جانیخېل کې د دوو وسله والو ډلو ترمنځ د نښتو راپورونه ورکړل شوي وو. هغه مهال د پارليمان غړي او د پښتون ژغورنې غورځنګ يو مشر، محسن داوړ پر ټويټر ليکلي وو چې د دې نښتو له امله ځايي‌خلکو ته ډېر مشکلات جوړ دي.

جانیخېلو ته د وسله والو بيا ورستنېدو خلک دومره اندېښمن کړي چې د مارچ په ۲۱مه چې کله د دې ځای خلکو د خپلو څلورو ماشومانو د وژنې پر ضد پرلت پېل کړ نو دایې د سر غوښتنه وه چې د ټولو وسله والو پر ضد دې يو شان عمليات وشي.

د امنيت د بحالۍ په شمول د جانیخېلو ټولې غوښتنې منو
کامران بنګش

پوځي چارواکو تر اوسه د جانیخېلو د دې تازه پېښې په تړاو څه نه دې ويلي خو د دوی عمومي دريځ دا دی چې د ټولو وسله والو پر ضد بې توپيره عمليات کوي او ښه بد پکې نه ګوري.

دوی د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې د خپلو وژل شوو پوځيانو ذکر هم کوي او وايي چې د امن لپاره یې قربانۍ ورکړي دي.

د مارچ په ۲۹مه د خېبر پښتونخوا او جانیخېلو ترمنځ د شوې لوظنامې ترمخه به حکومت د امنيت یقيني کولو لپاره کار کوي او د څلورو وژل شوو ماشومانو د پېښې چې پولیسو یې لا وار دمخه ايف ايي ار د نامعلومو وسله والو پر ضد درج کړی، ازادې پلټنې کوي.

د مارچ په ۲۹مه د حکومت او د جانیخېلو ترمنځ د شوې لوظنامې وروسته د پاکستان په‌پارليمان کې هم په دې اړه بحث وشو. د متحده مجلس عمل استازي، زاهد دراني پر سپېکر غږ وکړ چې د امنيت يقيني کولو لپاره دې د څارنې څه انتظام برابر شي.

په ځواب کې یې سپېکر او د حکمران ګوند، تحريک انصاف غړي اسد قېصر د کورنيوو چارو لپاره د وزیراعظم عمران خان سلاکار شهزاد اکبر ته حکم وکړ چې د جانیخېلو د تړون عملي کولو او د ماشومانو وژنې د پلټنو په لړ کې دې د حکومت له کېدونکو کارونو پارليمان ته وخت په وخت راپور ورکړي. هغه ورته د همداسې کېدو ډاډ ورکړ.

د جانیخېلو په اړه دا ځانګړی راپور دلته په ږغ کې واورئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

جانیخېل