حنيف اتمر او شاه محمود قرېشي د افغانستان پر سولې غږيدلي

حنيف اتمر او شاه محمود قرېشي

د پاکستان او افغانستان بهرنيوو چارو وزیرانو د افغان سولې په اړه په تاجکستان کې خبرې وکړي.

شاه محمود قرېشي او حنيف اتمر د مارچ په ۳۰مه په دوشنبې ښار کې د جوړ شوي اسیا زړه - استنبول بهیر د غونډې په څنډه کې سره وليدل. د پاکستان حکومت په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې دواړو خواوو د افغانستان په امن او نورو مسایلو خبرې کړې دي.

د افغانستان بهرنيوو چارو وزارت هم په دې اړه يوه خبرپاڼه خپره کړې ده. دوی ويلي په دې کتنه کې اتمر او قریشي د اسیا زړه - استانبول بهیر ناستې د قناعت وړ پایلو په اړه وغږيدل او "د افغانستان د سولې خبرو اترو بریا او مطلوبې سولې ته د رسیدلو لپاره د لارې نقشه په اړه تفصیلي خبرې وکړې".

تر دې مخکې شاه محمود قرېشي د افغان ولسمشر محمد اشرف غني سره هم کتلي وو.

دا هم وګورئ: افغان ولسمشر د سولې لپاره د درې پړاوونو وړاندیز وکړ

د افغانستان په اړه د اسیا زړه کنفرانس - استنبول بهیر لومړی په ۲۰۱۱ کال کې په ترکيه کې پېل شو خو اوس یې غونډې د سيمې په بېلابېلو هېوادونو کې وخت په وخت کېږي. په دې کنفرانس کې پر افغانستان سربېره ۱۴ سيمه ييز هېوادونو ګډون کوي. دا ځل یې تاجکستان کوربه وو.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني د اسیا زړه ـ استانبول کنفرانس په دویمه ورځ دې غونډې ته په وېنا کې يو ځل بيا د ټاکنو له لارې د واک په ليږد ټینګار وکړ. هغه زیاته کړه افغانان سوله غواړي خو داسې سوله چې وینه توېیدل د تل لپاره ودروي. هغه د سولې بهیر په اړه وويل چې په دريوو مرحلو کې ترسره کېدای شي.

د هغه په وېنا لومړی بايد د سولې داسې هوکړه وشي چې لویه جرګه یې تایید کړي. په دوهم پړاو کې داسې اوربند پکار دی چې نړيوال ضمانت او څارنه ولري. د هغه په خبره په درېیم پړاو کې دې د افغانستان د اساسي قانون په نظر کې نیولو سره تر نړيوال څار لاندې ټاکنې وشي.