د پاکستان د منصوبه بندۍ وزیر اسد عمر وايي چې پینځه لکه او ۶۰ زره کورونا واکسين یې د مارچ پر ۳۱مه ترلاسه کړي.
نوموړي د اپرېل په لومړۍ نېټه پر ټويټر ليکلي چې له صوبو یې غوښتنه کړې ده چې د واکسينو کولو کار دې تېز کړي.
هغه د مارچ پر ۳۱مه ويلي ول چې د چين کاسينو واکسين درې ميليونه ډوزه به د اپرېل تر نيمايي ورورسيږي.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت يو ځل بيا په ګڼو ښارونو کې تعليمي ادارې بندې کړي او په ودونو کې د ګڼې ګونې په جوړولو یې هم بندیز لګولی دی. حکومت له خلکو غوښتنه کړې چې د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره له يوه بله فاصله وساتي، لاسونه بیابیا په صابن ومينځي او ماسک وکاروي.
پاکستان اوسمهال د چين ساينوفام واکسين استعمالوي. په همدې حال کې د کورونا وایرس په اړه شمېرې خپرونکي سرکاري ویبسايټليکلي چې د اپرېل تر لومړۍ نېټې پورې شپږ لکه او ۷۳ زره کسان پر دې وایرس اخته شوي او ۱۴ زره، ۵۳۰ ترې مړه خو شپږ لکه او۵۰۰۰ ترې روغ شوي دي.
دا هم وګورئ:
په پاکستان کې کورونا وایرس په يو شواروز کې ۷۸ کسان وژلي عوامي نېشنل ګوند د کورونا له وېرې غونډې ودرولې خو نورو داوم ورکړیکورونا ولې په پنجاب او خيبرپښتونخوا کې ډېره ده؟