ننګرهار: د ښځینه افسرې د وژنې په تړاو دوه کسان نیول شوي

د افغانستان د ننګرهار چارواکي وايي، د اپرېل د لومړۍ نېټې سهار يې د یوې ښځینه پولیسې د وژنو په تړاو دوه کسان نیولي دي.

د بصیرې په نوم دغه افسره د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د اپرېل پر لومړۍ نېټه نامعلومو وسله والو په ډزو ووژله.

دا هم وګورئ: اروپایي ټولنې په ننګرهار کې د ۳ ښځینه واکسینونکو د وژنې پلټنې غوښتې

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان مشال راډیو ته وویل: " افسرې غوښتل چې قوماندانۍ ته د دندې لپاره راشي، خو پر هغې له ریکشې څخه ناپېژانده وسله‌والو ډزې وکړي.

نوموړي وايي، له پېښې سره د تړاو په تور دوه تنه نیول شوي دي.

د ننګرهار امنیتي چارواکي ادعا کوي چې نیول شویو کسانو منلې ده چې په پېښه کې لاس لري.

دا په جلال‌اباد ښار کې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې څلورمه وسله واله حمله ده چې په کې ښځینه فعالانې په نښه کېږي.

د مارچ پر ۳۰مه په جلال اباد ښار کې په دوو جلا جلا بریدونو کې د پولیو د کمپاین درې ښځینه کارکوونکې وژل شوې وې.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په ننګرهار کې د واکسین د کمپاین د دری ښځینه کاروونکو وژنه

تر هغې وړاندې د انعکاس راډیو ټلوېزیون درې ښځینه کار کوونکې او پسې بیا یوه ډاکټره په هدفي حملو کې ووژل شوې.

حکومت د دې بریدونو مسوولیت پر طالبانو اچوي، خو دا ډله یې نه مني.

دا هم وګورئ:

ننګرهار ناامني: یوه ډاکټره او اووه مزدوران وژل شويپر رسنیو برید "د بیان ازادۍ ته جدي زیان رسولی"د بیان ازادي خطر ته مخامخ ده: افغانستان بشري حقونو کمېشنافغانستان کې تر ۳۰۰ زیاتو ښځینه کارمندانو خپلې دندې پرېښې: خبریالانو ژغورنې کمېټه