د پېښور پولیس وايي، د صدام سويټي په نوم د يو نرښځي د تښتولو او جنسي تېري په تور يې ۴ کسان نيولي دي.
د اپرېل لومړۍ نېټه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې بيګا هزارخانې سیمه کې د نرښځیانو د موسيقۍ یوه ډله تر يو پروګرام کولو وورسته پر لاره وه چې څو کسانو یې مخه ونيوله.
د پوليسو په خبره دغو کسانو پر صدا سوېټي جسماني تشدد کړی او ۹۰ زره روپۍ يې هم ورڅه اخیستې دي.