امریکا د جنایي جرمونو نړیوال عدالت پر غړو بندیزونه لرې کړل

د امریکا بهرنیو چارو وزیر اېنټوني بلينکېن

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر اېنټوني بلينکېن د اپرېل پر دویمه وویل، دا بندیزونه نه مناسب ول او نه هم ګټور.

په دې بندیزونو کې د فاتو بېنسودا په ګډون د دې نړیوال عدالت یو شمېر نور مشران په نښه شوي ول چې امریکې ته یې پر ورتګ بندیز لګېدلی و او هلته یې شتمنۍ کنګل شوې وې.

امریکا تېر کال د جنایي جرمونو نړیوال عدالت یا 'ای.سي.سي' چې مرکز یې د هالېنډ په هاګ ښار کې دی، د امریکا له ملي حاکمیته له سرغړونې وروسته تر هغې تورنه کړه چې دې عدالت په افغانستان کې د هغو جنګي جنایتونو د پلټنو امر وکړ چې د افغان ځواکونو، طالبانو او امریکایي سرتېرو له لوري له ادعا سره سم شوي دي.

دا هم وګورئ:

په اوکراین کې جنګي جرمونه شوي: د جرمونو نړیواله محکمه د ټرمپ فرمان جرمونو نړیوالې کچارۍ پر کارمندانو بندیزونه لګوي امریکا په افغانستان کې د جنګي جنایتونو په اړه د پلټنو پرېکړه غندلې

بلينکېن وویل، د بندیزونو پر لرې کېدو سربېره واشنګټن د افغانستان او فلسطین په برخه کې د جنګي جرمونو د نړیوال عدالت له اجراآتو سره سخت مخالف دی او امریکا او اسراییل د دې عدالت غړیتوب نه لري چې حکم یې پرځای کړي.

د جنایي جرمونو نړیوال عدالت د امریکا د بندیزونو لرې کېدو د پریکړې هرکلی کړی دی.