د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ اداره نی وایي په دغه هېواد کې دې د ملکي وګړو اوپه تیره بیا د خبریالانو وژنې سمدستې بندې شي.
نی د اپرېل پر پنځمه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د خبریالانو او د رسنیو د نورو کارکوونکو او د هغوی د کورنیو د غړیو وژل د ملي او نړیوالو قوانینو او اصولو خلاف عمل دی.
د رسنیو د ملاتړ دا ټولنه د طالبانو په ګډون د جګړې پر ټولو ښکیلو لورو غږ کوي چې پر خبریالانو دې له حملو لاس واخلي ترڅو د معلوماتو په ورکولو کې د رسنيوو رول او د بیان ازادي خوندي شي.
دا هم وګورئ:
خوستیو ښځو د خبریالانو او ولسي وګړو د ژوند د خوندیتوب غوښتنه وکړهسږ کال نړۍ کې ۲۱ خبریالان وژل شوي: سي پي جېننګرهار: خوست او هلمند کې پر خبریالانو بريدونه وغندل شولننګرهار ناامني: یوه ډاکټره او اووه مزدوران وژل شويپه افغانستان کې د خبریالانو او د رسنیو د کارکوونکو د وژنو له کبله اندېښنې تر هغې وروسته لا زیاتې شوي چې د مارچ پر دویمه په جلال اباد کې په دوو جلا حملو کې د انعکاس ټېلېوېژن درې کارکوونکې ووژل شوې.
د دې بریدونو ذمه واري وسله والې ډلې داعش منلې وه.
د بې پولې خبریالانو د راپور له مخې، له کله چې تېر کال د امریکا او طالبانو ترمنځ تړون شوی او بین الافغاني خبرې پیل شوي، لږ تر لږه ۱۰ افغان خبریالان او د رسنیو کارکوونکي وژل شوي دي.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.