په پاکستان کې له "يو ميليون څخه زیاتو کسانو ته د کورونا واکسين شوي".

په کراچۍ کې يوې ښځې ته واکسين کېږي.

د پاکستان چارواکي‌وايي د کورونا وایرس واکسينو کمپاين ښه روان دی او تر اوسه پورې یې له يو ميليون خلکو څخه زیاتو کسانو ته د دې ناروغۍ واکسین کړي دي.

د پلان وفاقي وزیر، اسد عمر د اپرېل په شپږمه پر ټويټر ليکلي چې تر اوسه پورې له دوه ميليونو څخه زیاتو خلکو د دې واکسينو لپاره ځانونه رجسټرډ کړي دي. د هغه په وينا څه دپاسه يو ميليون واکسين شوو کې هغه ۷۶۰۰۰ کسان هم شامل دي‌چې په يوه ورځ‌کې (د اپرېل په پينځمه) ورته ستنې شوې دي.

هغه پر خلکو غږ کړی چې که عمر مو له پنځوس کلونو زیات وي نو د واکسينو د ستنو لګولو لپاره خپل نومونه د حکومت سره وليکئ.

د واکسینو لپاره د نوم ليکنې طریقه دا ده چې خلک د خپل شناختي کارډ نمبر، ۱۱۶ ته لېږي. بيا ورته حکومت د خپل مهالویش له مخې د نيزدي کلينيک پته ورلېږي چې د واکسينو لپاره ورشي. پاکستان اوسمهال له چينه ورغلي ساينوفام ‌واکسين کاروي چې د دریوو هفتو په فاصله کې د دوو ستنو په وهلو سره پوره کېږي.

دا هم وګورئ: که لارښوونې عملي‌ نه شوې پر ټولبند به مجبور شو: عمران خان 

په همدې حال کې د کورونا وایرس په اړه شمېرې خپروونکې ویبپاڼې ليکلي چې په پاکستان کې د اپرېل تر شپږمې پورې له ۶۹۶۰۰۰ څخه زیات خلک په دې وبا اخته شوي دي. همداراز په تېر شواروز کې ترې ۱۰۳ کسان مړه شوي چې د ټولو مړو شمېر ۱۴۹۲۴ ته رسوي. د دې ویبسايټ ترمخه څه دپاسه ۶۱۸۰۰۰ کسان له دې وایرسه روغ شوي هم دي.

دا هم وګورئ:

خېبر پښتونخوا: د کورونا مخنیوي لپاره سفري بندیزونه ولګول شولپاکستان ترنیم میلیون زیات نور کورونا واکسین ترلاسه کړيکورونا وبا: پاکستان کې د تعلیمي ادارو تړل د اپرېل تر ۱۱مې وغځېدل

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په دیسمبر مياشت کې د چين په اوهان ښار کې راښکاره او بيا ټولې نړۍ ته خپور شو. د دې وایرس نښې سردرد، د بدن درد، زکام، تبه او د ستوني درد دی.

په همدې حال کې پاکستان يو ځل بيا په ګڼو ښارونو کې تعليمي ادارې بندې کړې او په ودونو کې د ګڼې ګونې په جوړولو یې هم بندیز لګولی دی. حکومت له خلکو غوښتنه کړې چې د کورونا وایرس د مخنيوي لپاره له يوه بله فاصله وساتئ، لاسونه بیابیا په صابن ومينځئ او ماسک وکاروئ.

له کورونا وایرسه ځان څنګه وساتو؟ (ويډيو)

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

صابن زما قانون!