د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال دفتر وايي چې د ملي امنیت ځواکونو لخوا په پلازمېنه کابل کې د داعش ډلې ځايي مشر نیول شوی دی.
د امرالله صالح دفتر د اپرېل پر ۱۰مه په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې غلام ناصر الخراساني په کابل ښار کې په لسګونه ترهګرو بریدونو، وژنو او تښتونو کې لاس درلود.
په خبرپاڼه کې نوموړی د داعشي طالبانو د ډلې مشر بلل شوی دی.
د خبرپاڼې له مخې الخراساني د کابل له لویدیځ څخه د یوه ۱۴ کلن هلک په تښتولو کې هم لاس درلود.
داعش وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دې ويلي.