د پاکستان پيپلز پارټۍ مشر بلاول بوټو زرداري اعلان وکړ چې د عمران خان حکومت پر ضد جوړ اتحاد، پاکستان جمهوري تحريک کې نور نه پاتې کېږي.
تر دې مخکې عوامي نېشنل ګوند هم له دې اتحاده وتلی وو. تر اوسه پي ډي ايم د پيپلز پارټۍ د وتلو په اړه څه نه دې ويلي البته د عوامي نېشنل ګوند په هکله یې ويلي وو چې د يوې پارټۍ په وتلو به یې تحريک ختم نه شي.
موږ د پارليمان دننه په سياسي مبارزه باور لروبلاول بوټو زرداری
بلاول بوټو زرداري د اپرېل په دولسمه په يوه خبري غونډه کې ویلي، له دې تحريکه د وتلو پرېکړه یې د ګوند مرکزي کمېټې کړې ده او وجه یې د هغه شو کاز نوټس وښوده چې د پي ډي ايم له خوا دوی او عوامي نېشنل ګوند ته ورکړل شوی وو. په دې نوټس کې له دغو ګوندونو غوښتنه شوې وه چې د سينټ په ټاکنو کې د اپوزیشن مشرۍ لپاره د پي ډي ايم د خوښې د نوماند سره مخالفت په اړه دې وضاحت وکړي.
پاکستان جمهوريتحريک له یوولسو ګوندونو جوړ دی چې مشري یې د جمعيت علمای اسلام (ف) مولانا فضل الرحمن کوي. دوی د مارچ په میاشت کې په سېنټ کې د اپوزیشن مشرۍ لپاره د مسلم لېګ (ن) يو غړی غوره کړی وو خو د همدې تحريک برخې، پيپلز پارټي يوسف رضا ګيلاني د دې چوکۍ لپاره ونوماوه. عوامينېشنل ګوند او پيپلز پارټي ګيلاني ته خپلې رایې ورکړي.
دا هم وګورئ:
د حکومت تر نسکورولو او تر پاکو ټاکنو به مبارزه روانه وي: مولانا فضل الرحمنپه ضمني او سېنټ ټاکنو کې د پي ډي ایم ګډون څه معنا لري؟د پي ډي اېم یوموټي ساتلو هڅه کوو: مولانا فضل الرحمانله همدې امله د پي ډي ايم مشر مولانا فضل الرحمن له دغو ګوندونو د خپل دې کار لپاره سپيناوی وغوښت چې ولې یې د تحريک د نوماند په خلاف رایې استعمال کړي دي؟ عوامي نېشنل ګوند او پيپلز پارټي دواړو ويلي چې پي ډي ايم حق نه لري چې له دوی څخه د خپلو سياسي پرېکړو په اړه وضاحتونه وغواړي.
بلاول بوټو زرداري د اپرېل په دولسمه کړې خبري غونډه کې واضحه کړه چې له پي ډي ايم څخه د وتلو مانا دا نه ده چې د عمران خان حکومت پر ضد یې مبارزه ختمه شوه. هغه وويل چې د تحريک انصاف حکومت په وخت کې په پاکستان کې ګراني زیاته شوې، اقتصاد خراب شوی او جمهوريت کمزوری شوی نو ځکه بايد نور له منځه ولاړ شي.
له صوبايي اسمبليوو او پارليمان څخه د استعفا پر مسله هم په پاکستان جمهوري تحريک کې د ګوندونو ترمنځ اختلافات مخې ته راغلل. جمعیت علمای اسلام او مسلم ليګ (ن) پر حکومت د فشار اچولو لپاره له اسمبليوو څخه د اپوزیشن ګوندونو د غړو د استعفا په حق کې وو خو پيپلز پارټي وايي دا بايد پر حکومت وروستی ګوزار وي نو ځکه ژر استعفا کول نه غواړي.
پي ډي ايم دريځ لري چې د وزیراعظم عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف حکومت د ۲۰۱۸ کال په ټاکنو کې د درغليوو له لارې راغلی او د ولس د ستونزو په حلولو کې ناکام دی نو ځکه بايد ليري شي. خو د انتخاباتو خپلواک کمېشن تېرې ټاکنې شفافې بللي او حکومت وايي اپوزیشن ځکه شور جوړ کړی چې غواړي ځان د درغليوو په مقدمو کې له سزا وژغوري.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.