د یوې مذهبي ډلې تحریک لبېک پاکستان د مشر سعد رضوي له نیولو وروستو په ټول ملک کې د یاد تحریک په احتجاجي دهرنو او مظاهرو کې له پولیسو سره په نښتو کې دوه کسان مړه او د پولیسو په ګډون ځینې کسان ژوبل شوي.
پولیسو ویلي سعد رضوي یې د امن و امان قایم ساتلو په خاطر د اپرېل پر ۱۲مه په لاهور ښار کې نیولی دی.
دا هم وګورئ: د تحریک لبیک پاکستان مشر خادم حسین رضوي ومړتحریک لبیک پاکستان غواړي چې د فرانس سفیر دې له پاکستانه واېستل شي ځکه چې د دوی په نظر دغه هېواد په چارلي هیبډو مجله کې د پیغمبر اسلام د کارټونونو چاپولو د حق دفاع کوي.
د سعد رضوی د نیولو وروستو د تحریک لبیک غړیو او پلویانو د لاهور، کراچۍ او پنډۍ پشمول د هېواد په یو شمېر نورو ښارونو کې مظاهرې او احتجاجي پرلتونه پیل کړي دي.
د نوموړي د نیول کېدو نه پس د تحریک لبیک یو مشر ظهیر حسن شاه په رسنیو خپور شوي یو ویډیويي پیغام کې ویلي احتجاجونه به یې تر هغو دوام لري چې د فرانس سفیر یې له پاکستانه شړلی او له دغه هېواد سره یې سفارتي تعلقات ختم کړي نه وي.
د یادونې ده چې پروسږ کال د نومبر پر ۱۶مه د تحریک لبیک پاکستان تر ۱،۰۰۰ زیاتو پلویانو د راولپېنډۍ او اسلام اباد ترمنځ په فیض اباد کې احتجاجي ناسته وکړه او له حکومته یې د اسلام پیغمبر خاکو خپرولو پر سر له فرانسې سره د ډېپلوماټیکو اړیکو کمولو غوښتنه وکړه.
دا پرلت د نومبر پر ۱۷مه تر هغې وروسته پای ته ورسېد چې د پاکستان حکومت یې له هېواده د فرانسې د سفیر د ممکنه ایستلو او له فرانسویو شیانو د پرېکون ترڅنګ پر غوښتنو د غور ژمنه وکړه.
دا هم وګورئ:
په ځینو اسلامي هیوادونو کې د فرانسې خلاف مظاهرې شويحکومت په تړون تحريک لبیک پاکستان پیاوړی کول غواړي: کارپوهان'د اسیې وکیل له تحریک لبیک سره حکومتي تړون ناقانونه وباله'له پاکستانه د فرانسې سفیر شړلو لپاره د تحریک لبیک پرلتد اکتوبر پر ۱۶مه په فرانسه کې یوه ۱۸ کلن چېچن توکمه کس د ښوونځي یو استاد په ټولګي کې ماشومانو ته د بیان ازادۍ د درس پر مهال د اسلام پیغمبر د خاکو ښوولو په تور وواژه.
د فرانسې ولسمشر اېمانوېل مکرون له هغه وخت راهیسې د پیغمبر د خاکو خپرولو دفاع کړې چې په غبرګون کې یې په یو شمېر اسلامي هېوادونو کې مظاهرې وشوې.
بشپړه راپور د غږ پر ځای کې اورېدای شئ.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.