په پاکستان کی دامریکا سفارت د اپریل په ۱۳ مه د خیبر پښتونخوا د صوبایی حکومت سره په ګډه د لارښونو او کنټرول یو سیمه يیز مرکز پرانیست چی د کورونا او نورو ساري ناروغیو په کنټرول او مخنیوي کې به مرسته وکړي.
یاد مرکز چې د امریکا د نړیوالو مرستو دا ادارې (یو اېس اېډ) په مرسته چلېږي، د معلوماتي ټېکنالوژۍ څخه برخمن دی چې د خیبر پښتونخوا صوبې ۳۶ ضلعې د ناروغیو د څارنې او غبرګون مرکزونه سره نښلوي. دغه مشترکه معلوماتي مرکز به د صحت صوبایی محکمی ته د بیمارۍ او وبا په اړه رښتېني او پر وخت معلومات ورکوي.
د یو اېس اېډ مرستیال مایکل نهرباس وایي، د کوید ۱۹ وبا خطر دامریکا د متحده ایالاتو او پاکستان تر مینځ ددې مشارکت د اهمیت نشاندهي کوي چې له مخې به یې د روغتیا نظام په ټولو څانګو کې جوګه کوي چې د ولسي صحت ټولو ګواښونو ته چټک ځواب ووايي او د انسانانو ژوند وژغوري. هغه د خیبر پښتونخوا د حکومت نه مننه وکړه چې د یاد مرکز په پرانېستلو کې یې خپله ونډه واخېستله.
د خیبر پښتونخوا د محکمه صحت ځانګړي سکرتر ډاکټر فاروق جمیل د مرکز د پرانېستې په غونډه کې وویل، د صوبې د روغتیايي نظام پیاوړي کول د صوبايي حکومت له لومړیتوبونو څخه دی.
نوموړي د امریکا د مرستو څخه په مننې کولو سره وویل چې د کووېډ ـ ۱۹ پر وړاندې د صوبې د هسپتالونو پیاوړي کول او نادارو او د کلیوالو سیمو خلکو ته د روغتیايي خدمتونو رسول د خیبر پښتونخوا د روغتیا د ادارې له اساسي ستونزو څخه دي. هغه وویل، هغوی خوشاله دي چې په دې لاره کې د یو اېس اېډ مرستې ورسره دي.