پاکستان کې د "ايس" نشې کارونه او اغېز

"تورتمونه" خپرونه کې دا ځل په پاکستان کې د ايس نشې پر خپرېدو، استعمال او اغېز بحث شوی دی.

د اوونيزې خپرونې "تورتمونه" پاڼې ته ښه راغلاست

په پاکستان کې که څه هم له ډيرې مودې راهيسې بېلا بېل نشيي مواد کارول کېږي خو له تيرو څو کلونو راهيسې هلته د ميتام فيټامين يا ايس په نوم نشه خپره شوې چې يوشمېر ځوانان او ان ځېنې ښځې هم په اخته شوې دي.

دا نشه د انسان مرکزي عصبي نظام اغېزمنوي او د نورو نشو پرتله زياته خطرناکه او تاواني بلل کېږي.

د دې اوونيزې خپرونې په دغه برخه کې په پاکستان کې د ايس نشې پر خپرېدو، استعمال او اغېز بحث شوی دی.

دا خپرونه هره اوونۍ ستاسو لپاره احمد شاه اعظمي جوړوي.

خپرونه لاندې د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدلای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان کې د "ايس" نشې کارونه او اغېز