افغان ولسمشر اشرف غني وایي، له افغانستانه د امریکایي ځواکونو وتلو موږ ته د دې موقع راکړه چې له نوې سره د خپلځان محاسبه وکړو او د طالبانو او پاکستان لپاره یې هم د انتخاب وخت ورکړی.
ولسمشر غني دغه څرګندونې په یکشنبه له امریکایي ټي وي چېنل سي اېن اېن سره په مرکه کې وکړې او و یې ویل، ''دا خوښه د پاکستان ده چې د سولهییزې اسیا په کړۍ کې د یوه نړیوال لوبغاړي په توګه خپل کردار ادا کوي که د ګډوډۍ لاره غوره کوي."
ولسمشر غني طالبان هم ورته انتخاب ته راوبلل او زیاته یې کړه، د طالبانو هغه لویه پلمه چې جګړه د دې لپاره کوي چې له افغانستانه نړیوال ځواکونه وباسي، نوره اعتبار نهلري. د ده په وینا په افغانستان کې جګړه له مذهبي پلوه نوره پلمه نه لري او سیاسي روغه جوړه یوه وروستۍ چاره ده.
غني وویل، اوس پر طالبانو او د هغوی پر ملاتړو ولاړه ده تړلې چې کومه یوه لاره خپلوي.
که څه هم د افغان ولسمشر د دې څرګندونو په باب د طالبانو او پاکستانيو چارواکو دریځ نه دی راغلی خو د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یکشنبه (پرون) په یوه ټویټ کې ولیکل چې له خپل افغان ساري د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر سرهیې په خبرو کې هغه ته ډاډ ورکړی چې هېواد یې په افغانستان کې د روغې جوړې او په استانبول کې د سولې په پروسه کې د پرمختګ ملاتړ کوي.