رسنۍ وايي، امکان دی چې د امریکا ولسمشر جو بایډن په لومړي جهاني جنګ کې د عثمانیه خلافت له لوري د ارمنیانو ټولوژنه د توکموژنې په توګه په رسمیت وپېژني.
دا خبر رسنیو د اپرېل پر ۲۱مه پر داسې مهال ورکړی چې د امریکا د استازو جرګې تر ۱۰۰ زیاتو غړو له ولسمشره د دې اقدام غوښتنه کړې. که بایډن، چې د تېر کال د ولسمشریزو انتخاباتو کیمپېن پر وخت یې ژمنه کړې وه، دا کار کوي نو تر ډېره به علامتي وي خو ښايي ترکیه غوسه کړي او د ناټو اېتلاف د غړو او ملګرو هېوادونو ترمنځ وار له مخه موجوده ترینګلتیا لا زیاته کړي.
رویټرز اژانس او نیو یارک ټایمز ورځپاڼې پر موضوع خبرو سرچینو له خولې ویلي، تمه ده چې بایډن د اپرېل پر ۲۴مه د ارمنیانو د توکموژنې د یاد ورځې په مناسبت په خپل بیان کې د ((توکموژنې)) لفظ وکاروي. د دې ورځې په مناسبت په نړۍ کې یادغونډې کېږي.
یوې سرچینې رویټرز اژانس ته ویلي چې ((بایډن دا پرېکړه کړې او د خالي/ شنبې پر ورځ به په خپل بیان کې د توکموژنې لفظ استعمال کړي.)) خو سرچینو دا خبرداری هم ورکړی چې له ترکیې سره د دوه اړخیزو اړیکو ارزښت ته په پام کېدای شي چې بایډن په وروستیو شېبو کې د توکموژنې لفظ و نه کاروي.
دا خبرونه پر داسې مهال خپاره شوي چې د امریکا د استازو په جرګه کې د دواړو ګوندونو له ۱۰۰ څخه زیاتو غړو د اپرېل پر ۲۱مه بایډن ته لاسلیک کړی خط استولی او له هغه یې غوښتي چې لومړی امریکايي ولسمشر دې شي او په رسمي ډول دې د ارمنیانو سېسټماټیکې وژنې او د هغوی جلاوطنه کول د توکموژنې په توګه وپېژني.