امریکا پر خبریال ابصار عالم پر برید اندېښنه ښوولې

ابصار عالم د اپرېل پر ۲۰مه د کور مخې ته په برید کې ژوبل شو - د ارشیف انځور.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت پر پاکستاني خبریال ابصار عالم پر برید "ژوره اندېښنه" ښوولې ده.

د اپرېل پر ۲۲مه د بهرنیو چارو وزارت پر ټوېټر په بیان کې لیکلي، د رسنیو ازادي او د خبریالانو خوندیتوب د باخبره ولس لپاره خورا مهم دي.

پر نومیالي خبریال ابصار عالم د اپرېل پر ۲۰مه په اسلام اباد کې د هغه کور مخې ته برید شوی وو چې پکې هغه ژوبل شو.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت په بیان کې د عالم د ژر ښه کېدو هیله ښوول شوې او له چارواکو غوښتل شوي چې په پېښه کې ککړ کسان ژر تر ژره ونیسي.

د پاکستان د کورنیو چارو وزیر شیخ رشید تر برید وروسته ویلي ول چې د اسلام اباد د پولیسو مشر ته یې امر کړی چې د پېښې پلټنې وکړي او په برید کې ککړ کسان ژر تر ژره ګرفتار کړي.

د رسنیو او د بشري حقونو کورنیو او نړیوالو ادارو او فعالانو هم پر عالم برید غندلی وو.

ابصار عالم د اېسټبلېشمنټ ضد نظرلرونکي په نوم پېژندل کېږي او په ولسي چارو کې د پوځ پر لاسوهنه نیوکې کوي.

دا هغه تور دی چې د پاکستان پوځ په بیا بیا رد کړی او ویلي یې دي چې د هېواد په سیاسي چارو کې هېڅ مداخله نه کوي.