د پاکستان بهرنیو چارو وزیر استنبول ته تللی

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي. د ارشیف انځور

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قرېشي د اپرېل پر ۲۳مه په دوه ورځني رسمي سفر استنبول ته ورسېد.

نوموړی هلته د پاکستان، افغانستان او ترکیې په ګډه غونډه کې ګډون کوي.

قریشي به د اپرېل پر ۲۳مه په درې اړخیزه غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر حنیف اتمر او له خپل ترکي سیال مولو چاوشوغلو سره د افغانستان د سولې په بهیر کې پر پرمختګونو وغږېږي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حامد تهذیب د اپرېل پر ۲۲مه مشال راډیو ته وویل، "په پام کې ده په دې غونډه کې د افغانستان د اسلامي دولت او طالبانو ترمنځ د خبرو د بیا پیل، د سولې بهیر د ملاتړ لپاره د اجماع د پیاوړي کولو او په دې برخه کې د پاکستان او ترکیې د ونډې او همداراز د درېواړه هېوادونو ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا بحث وشي."

ټاکل شوې وه چې د افغانستان سولې هڅو د سمون لپاره د اپرېل پر ۲۴مه نېټه په استنبول کې یوه مهمه غونډه جوړه شي، خو دا غونډه تر هغې وروسته طالبانو پکې له ګډون څخه ډډه وکړه.

ترکيو چارواکو ویلي دي چې د افغانستان د سولې په اړه نړیواله غونډه ښايي تر کمکي اختر وروسته جوړه شي.