په کراچۍ کې د ورکو شيعه ګانو خپلوان په احتجاج دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په کراچۍ کې په احتجاج ناست اهل تشیع وايي، حکومت او امنیتي ادارې ورته د کورنۍ ورکو غړو په اړه معلومات نه ورکوي. دې شیعه ګانو د اپرېل پر دویمه پرلت پیل کړی او وايي، د ځينو کورنیو غړي له کلونو راهیسې ورک دي. د سیند د اطلاعاتو او خپرونو چارو صوبايي وزیر ناصر حسین شاه د اپرېل پر ۲۴مه احتجاجي کیمپ ته ورغلی وو او هلته یې پرلتوالو ته وویل چې حکومت یې هڅه کوي چې ورک کسان معلوم شي. امنیتي چارواکي وايي، ډېری ورک کسان له بېلا بېلو ناقانونه مذهبي ډلو پورې تړاو لري چې ځینې یې د هېواد دننه او ځینې یې بهر پټ دي. ویډیويي رپورټ.