ترڅو مو غوښتنې نه وي منل شوي، مړي نه ښخوو: مکين پرلتوال

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د جنوبي وزيرستان په مکين کې د ځايي خلکو او پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالانو احتجاجي پرلت دوام لري. دوی د اپرېل له ۲۶مې د بي بي زی رغزی کلي د هغو دوو وژل شويو ځوانانو مړي هم په پرلت کې ايښي دي چې په وينا يې، د پاکستان امنيتي ځواکونو وژلي دي. دا احتجاج کوونکي له حکومته غواړي چې د وژل شويو ځوانانو قاتلين دې ګرفتار کړي، له اغېزمنو کورنيو سره دې مالي مرستې ورسره وشي او پوځ دې په سيمه کې کورونه خالي کړي. د جنوبي وزيرستان د پوليسو مشر وايي، د نامعلومه وسله والو پرضد يې راپور درج کړی او پېښې پلټنې يې پيل کړې دي. نور حال د اشتياق مسيد په ويډيويي راپور کې وګورئ.