په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۵،۱۱۲ تازه پېښې ثبت شوې دي.
د کورونا وایرس په اړه حکومتي ووبپاڼې د اپرېل پر ۳۰مه وویل، په همدې موده کې په ټول هېواد کې ۱۳۱ کسان له کووېډ-۱۹ ناروغۍ مړه شوي دي.
د ووبپاڼې په وینا، له تازه ارقامو سره سم، په پاکستان کې په کورونا وایرس د اخته کسانو شمېر تر ۸۲۰،۰۰۰ کسانو لوړ شوی.
ووبپاڼه زیاتوي، له تېر کال راهیسې له کووېډ-۱۹ څخه د مړو کسانو شمېر ۱۷،۸۱۱ ته رسېدلی، خو شاوخوا ۷۱۱،۴۶۵ کسان جوړ شوي هم دي.
د پاکستان حکومت خبرداری ورکړی چې که خلکو د وایرس خپراوي مخنیوي لپاره لارښوونې عملي نه کړي نو ټولبند به اعلان کړي.