د رسنيوو د ازادۍ ورځ: په پاکستان کې مطبوعات څومره ازاد دي؟

پاکستاني خبریالان د پارليمان مخې ته د خونديتوب لپاره په احتجاج دي

د رسنيوو ازادۍ لپاره کارکوونکې د بې سرحده خبریالانو نړیواله اداره وايي په پاکستان کې مطبوعات په بشپړ ډول ازاد نه دي. د دوی له خوا د رسنيوو د ازادۍ د ورځې چې د مې درېيمه نېټه کېږي، په مناسبت خپاره شوي راپور کې راغلي چې پاکستاني رسنۍ د وسله والو، امنيتي ځواکونو او حکومتي چارواکو تر سخت فشار لاندې دي.

د ایشیا لپاره د دې ادارې مشر، ډينيل باسټرډ په دې اړه مشال راډيو ته وويل چې د رسنيوو د ازادۍ په اړه دوی په جوړ کړي کلني لیست کې پاکستان له ۱۸۰ هېوادونو څخه په ۱۴۵ نمبر دی چې په وينا یې ښه پوزیشن نه دی.

د عمران خان په حکومت کې پر رسنيوو بندیزونه ډېر شوي دي
د بې سرحده خبریالانو نړیواله اداره

هغه زیاتوي په دې ملک کې خبريالان خوندي نه دي او بېلابېلې ډلې یې ژوند ګواښي. ((د دې ترڅنګ د حکومت تر څرګنده سینسرشپ لاندې هم دي. ‌دا سينرشپ ځکه زیات دی چې په پاکستان پوځ او جاسوسي ادارې د منتخب حکومت تر څنګ موازي حکومت لري. له ۲۰۱۸ کال راهیسې چې کله د عمران خان حکومت راغلی، په رسنيوو قدغنونه تر پخوا نور هم په څرګند ډول زیات شوي دي چې ډير مثالونه یې شته.))

په ۲۰۲۰ کال کې يوه خبریاله په مظاهره کې غوښتنه کوي چې: خبریالان مه وژنئ

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت له خوا مشال راډيو ته د لیږلو معلوماتو ترمخه، په ټول ملک کې ۹۲ ټيليويژن چينلونه، ۲۷۳ راډيو سټيشنونه او ۷۰۷ ورځنۍ او اونیزې ورځپاڼې فعالې دي. پر دې سربېره، د پاکستان ټيليکميونیکېشن اتارټي ترمخه سل ميليونه خلک براډبېنډ انټرنيټ او له دې لارې خپرېدونکو موادو ته لاسرسی لري.

د بندیز یا سینسرشپ ډولونه

په پاکستان کې د رسنیوو ازادي کمېدا د مشهورو خبریالانو له هغو یوټيوب چېنلونو معلومېږي چې ټيليويژنونه یې پرېښي او د ويډيو شريکولو دغه انټرنيټي پاڼې ته یې مخه کړې ده.

پر يوټيوب خپرونې کوونکو کې نوموتې خبریاله عنبرشمسي هم شامله ده. هغې تېر کال پر يو ټيليويژن له دې امله خپلې اونيزې خپرونې سره مخه ښه وکړه چې په وينا یې کارونه یې محدوديدل پېل شول.

رسنې دې حد ته رسېدلې چې پخپله پوهېږي چې کومه موضوع راواخلي او کومه پريږدي
عنبر شمسي

نوموړې مشال رېډيو سره په خبرو کې وويل په پاکستان کې د خبریالانو لپاره همېشه داسې سره خطونه موجود وو چې دوی بايد ترې وانه وړي. ((دا کرښې د مذهب او پوځ دواړو سره تړاو لري. سینسرشپ په دوه ډوله کار کوي. يو دا چې خبریالان ځان پخپله محدود کړي او له وېرې داسې خلکو سره مرکې ونه کړي چې ریاست یې جنجالي بولي. دوهمه ده چې نېغ په نېغه ورته ويل کېږي چې دا مه کوئ او هغه وکړئ.))

امنيتي ستونزې او پر رسنیوو "حکومتي فشارونه"

په پاکستان کې د فريډم نيټورک په نامه د رسنيوو د حقونو ادارې د تېرو دولسو میاشتو راپور ښيي چې په ۲۰۱۸ کال کې منتخب شوي د تحريک انصاف په حکومت کې رسنۍ تر بې ساري فشار لاندې دي.

دا هم وګورئ: تښتول شوی خبريال مطيع الله جان کور ته ستون شو

د رسنيوو د ازادۍ د لمانځنې د ورځې یا مې درېيمې په مناسبت خپاره شوي دې راپور کې زیاته شوې چې خبریالانو ته د غیرریاستي عناصرو علاوه ځينو قوانينو هم سخت مشکلات جوړ کړي دي. په دې کې د انټرنيټ او اليکټرانيک رسنيوو د څارنې قانون پيکا يا (Prevention of Electronic Crime Act) شامل دی.

د فريډم نيټوک ادارې مشر، اقبال خټک وايي د ۲۰۲۰ کال د اپرېل راهیسې په پاکستان کې پر خبریالانو د تشدد ۱۴۸ پېښې مخې ته راغلي‌چې په دې کې په بې بنياده تورونو د رسنيوو کارکوونکو بندي کول هم شامل دي. ((پر خبريالانو ۲۷ مختلف قسمه کېسونه رجسټرډ شوي دي د پيکا قانون له مخې. شپږ خبریالان تېر کال وژل شوي دي. پينځه ویشت خبریالان نيول شوي وو. پينځه خبریالان تښتول شوي وو. تر ټولو خطرناکه ښار پلازمېنه اسلام اباد مخې ته راغلی دی.))

پر خبریالانو د فشار اچولو يوه پېښه چې ډېر شور یې جوړ کړ هغه په اسلام اباد کې د مشهور خبریال، مطیع الله جان تښتول وو. نوموړی د ۲۰۲۰ کال په جولای کې د امنيتي ځواکونو وردي اغوستو کسانو بوت. کله یې چې د امنيتي کمرې له خوا ثبت شوې د تښتول کېدو ويډيو راووته او کورنۍ یې د احتجاج په کولو سره فشار زیات کړ نو نوموړی ۱۲ ساعته وروسته کور ته ورپرېښودل شو.

مطیع الله جان تور پورې کړی چې تښتونکي د پاکستان استخباراتي ادارو اهلکاران وو او دې یې پر حکومتي پاليسيوو د تنقيدي تجزيو له امله بیولی وو. خو حکومت او پوځ دا تور ردوي.

ټيليويژن چېنلونه د مجبورۍ له مخې هغه خبریالان نه ګماري چې پر ریاستي پالیسيوو تنقيدي نظر لري
مطیع الله جان

جان مشال رېډيو ته وويل چې ورځپاڼو او ټيليويژن چېنلونو ته ويل کېږي چې د ده په شان ډېر تنقيد کوونکي خبريال ونه ګماري‌نو ځکه هغه اوس يوټيوب ته مخه کړې ده. د نوموړي په خبره ډير خبریالان له مرکزي رسنيوو لکه ټيليويژن څخه بند کړل شوي دي.

هغه زیاتوي: ((حالت ډير بد دی. يوازينئ هيله سوشل ميډيا ده چې زما غوندې خبریالان پرې تکيه کوي. ما له يوټيوب علاوه بله لار نه درلود. دلته په پاکستان کې ډيرې خبرې پر سوشل ميډيا هم نه شې کېدلی. ډېرې خبرې داسې دي‌چې خبريالان یې پر ټي وي نه شې ویلی. خو اوس د دوی د خاموشه کولو لپاره پر سوشل ميډيا هم بندیزونه راروان دي. داسې قوانين شته چې له وېرې یې څوک پر خپل يوټيوب، ټويټر او فېسبوک رښتيا نه شي ویلی.))

حکومتي دریځ

د مشال رېډيو تر ډيرو کوښښونو وروسته، د اطلاعاتو وزیر مملکت فرخ حبیب وويل چې د مرکې لپاره وخت نه لري خو دومره ویلی شي چې د تحريک انصاف حکومت د رسنيوو د ازادۍ سرلاری دی. هغه د پيمرا له کاره هم دفاع وکړه.

زموږ حکومت د بیان ازادۍ ته بشپړ درناوی لري خو د ریاست پر ضد ايجنډا د زغملو نه ده
امجد علي خان

پيمرا يا د پاکستان د اليکټرانيک رسنيوو د څار اداره اکثره وخت ټيليويژن چېنلونو ته د بېلابېلو وجو جرمانې اوروي. دې ادارې په ۲۰۲۰ کال کې ۲۴ نيوز د یوې مياشتې او بلوچي وش ټي وي چېنل د دايم لپاره په دې نامه بند کړل چې په وينا د خبري خپرونو لایسنس یې نه درلود.

پيمرا ټيليويژن چېنلونو ته دا لارښوونه هم کړې چې د اپوزیشن ګوند، مسلم ليګ (ن) د مشر، نوازشريف تقریرونه ونه چلوي. د دې وجه دا ښودل شوې چې نوموړی په عدالت کې د درغليوو په تورونو کې سزا شوی دی. خو نوازشريف ويلي‌چې دی په سياست کې د پوځ په لاسوهنې نيوکې لري نو ځکه یې تقریرونه بند کړل شوي دي. پوځ دا تور ردوي.

دا هم وګورئ: پر "پوځ د تنقید او مسخرو مخنيوي" لپاره منظور شوی بیل تر نيوکو لاندې دی

پر پوځ د نيوکو مخنيوي لپاره، د حکمران ګوند د پارليمان غړي، امجد علي خان د اپرېل په اوومه نېټه يو بيل په قامي اسمبلۍ کې وړاندې کړ چې ډير غبرګونونه یې راوپارول. دا که په قانون بدل شي نو هر هغه چاته به دوه کال قېد او پينځه لکه روپۍ جرمانې سزا کېدلی شي چې پر پوځ نيوکې یا ټوکې وکړي.

امجد علي خان د مې په لومړۍ نېټه مشال رېډيو ته وويل چې حکومت یې د بيان ازادۍ په خلاف نه دی خو د ده راوړی بيل ضروري وو. ((په دنيا کې ډېرو هېوادونو د خپلو پوځيانو لپاره قوانين جوړ کړي دي. په پاکستان کې د قانون له مخې پر سوشل ميډيا خلک محفوظه کړل شوي دي خو د امنيتي ځواکونو لپاره د ادارې په حېث قانون نه وو نو ما دا بیل راوړ.))

دا دوه خبریالان د ۲۰۲۰ کال په جولای کې په بلوچستان کې پولیسو وهلي وو

امجد علي خان زیاته کړه: ((بله خبره دا ده چې تنقيد پر خپل ځای خو مسخرې د منلو وړ نه دي. د پاکستان په ايين کې د بيان ازادي خوندي ده چې زموږ حکومت ورته ژمن دی. خو دا درته ووايم چې د هېڅ يو هېواد لپاره هغه څه د منلو نه وي چې يا د ملي ګټو او يا هم د ریاست پر ضد وي.))

د پاکستان د ايين ۱۹مه دفعه د ټولو وګړو لپاره د بيان ازادي خوندي کړې ده. خو شرط یې ورسره دا ايښی چې هر تن بايد ملي امنيتي ګټو او مذهب ته درناوی په پام کې وساتي.

دا راپور دلته په غږ کې واورئ

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

پاکستان او د رسنيوو ازادي