د افغانستان دفاع وزارت وايي، په تېرو دوو ورځو کې د افغان ځواکونو او وسله والو ترمنځ جګړه کې ۱۰۰ طالبان وژل شوي دي.
وزارت د مې پر دويمه نېټه ویلی، په نښته کې ۵۲ طالب وسله وال ټپيان شوي هم دي خو د افغان ځواکونو د مرګ ژوبلې په اړه يې هېڅ تفصيل نه دی ورکړی.
وزارت زياتوي چې دا نښتې په بېلا بېلو ولايتونو کې شوي دي چې پکې د وسله والو مرکز کندهار هم شامل دی چېرې چې د مې پر لومړۍ نېټه امريکايي ځواکونو يو (کره بريد) کړی وو.
طالبانو د جګړې په اړه څه نه ويلي.
په دې نږدې مياشتو کې تشدد په داسې حال کې زيات شوی چې د دواړو غاړو ترمنځ خبرې اترې چې هدف يې د دوو لسيزو جګړه پای ته رسول دي له خنډ سره مخامخ شوي دي.