د افغانستان په هرات ولایت کې د ناڅاپي سېلاوونو د راوتو له وجې لږ تر لږه ۱۴ کسان وژل شوي دي.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد د مې پر څلورمه رسنیو ته وویل، سېلاوونه په ادراسکان ولسوالۍ کې د مې پر درېیمه راوتلي او په وژل شويو کې څلور ماشومان هم دي.
دا هم وګورئ: افغانستان او پاکستان له لویو ماحولیاتي ګواښونو سره مخامخ دي: رپورټنوموړی وايي، د دوو مړو پېژندګلوي لا نه ده شوې.
ځايي چارواکي وايي، په اوبې او کاروخ ولسوالیو کې هم سېلاوونه راغلي خو د ممکنه زیانونو په اړه څه معلومات نه دي وررسېدلي.
په تېرو دوو ورځو کې په هرات کې ډېر زيات بارانونه شوي دي.