د افغانستان په یوشمېر ولایتونو کې سېلاوونو ۵۴ کسان وژلي

چارواکي وايي، تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په هرات کې شوي چې ۲۲ کسان يې وژلي.

افغانستان کې د قدرتي پېښو سمبالولو چارو وزیر غلام بهاالدین جیلاني د مې پر پینځمه شپه مشال راډیو ته وویل چې سېلاوونو په ۱۲ ولایتونو کې ځاني او مالي زیان اړولي دي.

نوموړي وايي، په ټول افغانستان کې یې تر ۵۴ ډېر کسان وژل شوي او ۱۶ تنه ټپیان دي، تر ۳۰۰ ډېر کورونه ویجاړ شوي او نېږدې زر کورونه برسېرن تاوان رسېدلی.

ده دا هم وویل، تر ۲۵۰۰ څاروي وژل شوي دي.

جیلاني زیاته کړه چې تر ټولو زیاته مرګ ژوبله په هرات کې شوي چې ۲۲ کسان يې وژلي دي.

د دې اوونۍ د دوشنبې او سېشنبې د ورځو ورښتونه ډېر مرګوني وو.