ايران د مې پر اوومه د نړۍ له سترو قدرتونو سره د لوړي کچې خبرو اترو څلورم پړاو ترسره کړ چې هدف يې د ۲۰۱۵ز کال اټومي تړون ته امريکا بيرته راستنول دي.
دغه خبرې اترې د اپرېل پر لومړيو کې په ويانا کې پيل شوې وي.
د خبرو تمرکز واشنګټن لپاره داسې تګلاره جوړول دي چې پر تهران لګول شوي بنديزونه لرې کړي او د تړون له مخې تهران د اټومي پروګرام په اړه محدويتونه بحال کړي.
د اټومي موافقې ترمخه ايران ژمنه کړې وه چې د نړيوالو بنديزونو نرمولو په بدل کې به اټومي فعالايتونه ودروي.
خو د امريکا پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د ۲۰۱۸ز کال په مې مياشت کې امريکا له دې تړونه ووېسته او ویې ویل چې خبرو ته اړتيا ده او له سره بيا پرې خبرې وشي. د دې ترڅنګ پر ايران يې بنديزونه لګول هم پيل کړل.
ايران د دې په ځواب کې د يورانیموغني کولو سره له دغه تړونه سرغړونه پیل کړه.