په نشو روږد زده کوونکو څنګه دېخوا ته مخه کړې؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې يوشمېر کسان په بېلا بېلو نشو روږد دي چې زياتره يې ځوانان دي. د دې هېواد په مليونونو روږد کسانو کې د بېلا بېلو عمرونو، مسلکونو او جنس سره اړه لرونکي کسان شامل دي. د دې اوونيزې خپرونې په دغه برخه کې د پاکستان په بېلا بېلو تعليمي ادارو کې د هغو زده کوونکو حال درسره شريکوو چې په نشو اخته شوي دي. دا خپرونه هره اوونۍ ستاسو لپاره احمد شاه اعظمي جوړوي.