هند کې د ټولبند نه عملي کولو پرضد د پولیس هلې ځلې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په داسې حال کې چې په هند کې هره ورځ کورونا وبا ګڼ وګړي اغېزمنوي او ځينې ترې مري هم، د دې هېواد پوليس په ځايې کچه د ټولبند پلیکولو لپاره هلې ځلې کوي. بلخوا د جرمني وزيراعظمه انګېلا مېرکل وايې هغه په کورونا واکسينو د دواساز کمپنيو مالکانه حقوقونو ختمولو خلاف ده. دا په داسې حال کې ده چې د صحت نړيواله اداره وايې پکار ده چې په نړۍ کې د کورونا واکسينو د غېر منصفانه رسايي درولو لړ کې صنعتي ملکونه لا نور ډېر څه وکړي. بلخوا د واشنګټن پوهنتون د داروګانو ښوونځي تازه څېړنې ښيې کېدای شي چې په نړۍ کې له کوېډ ۱۹ ناورغۍ د وژل شوو کسانو اصلي شمېرې د حکومتي هغو دوه چنده زياتې وي. پر دې اړه د مشال رېډيو د خبر مرکزي څانګې راپور چې د رويټرز له وېډيوګانو جوړ دی له اسرار عالم مومند يې اورو: