افغان چارواکي وايي چې طالبانو له کابله په ۴۰ کلومېټرۍ کې پراته له ستراتژيکي پلوه مهمه ولسوالۍ په داسې حال کې نيولې چې تېره اوونۍ طالبان د اختر لپاره د دريو ورځو په اوربند سلا شول.
د افغانستان کورنيو چارو وزارت وياند طارق ارین نن (د مې پر ۱۲ مه) ویلي دي چې امنيتي او دفاعي ځواکونو د نرخ ولسوالۍ له پوليسو هېډاکواټرو تاکتکي شاتګ وکړ.
دا په داسې حال کې ده چې له جنګ ځپلي افغانستانه امريکايي او نړيوال ځواکونه روان دي.
د دفاع وزارت يو وياند فواد امان ویلي دي:"د کمانډو ځواکونو بيا ځای پر ځای کېدل پر لاره دي چې دارنګ ولسوالۍ بېرته خپلو لاسو ته راوړي."
د هېواد مرکزي او جنوبي ولايتونو ته يو شمېر مهمې لويې لارې له نرخ ولسوالۍ تيرېږي.
میدان وردګ چې پکې ياده ولسوالۍ ده، د دې او د ګاوندي ولايت لوګر غټې پټۍ يې د کلونو پورې د طالبانو په کنټرول کې وې يا يې د دې لپاره جګړه کوله او وسله والو به کابل ته د رسېدو او بريدونو لپاره دا لارې کارولې.
نرخ ولسوالۍ پر داسې وخت نيول شوی چې طالبانو او افغان حکومت د وړوکي اختر لپاره درې ورځنی اوربند اعلان کړی.