په پاکستان کې د مې له ۱۶مې تر ۳۰ کلونو زیات عمر لرونکو ته د کووېډ-۱۹ واکسین ورکول پیلېږي.
د پلانونو او پرمختیايي چارو وزیر اسد عمر پرون پر ټوېټر لیکلي، دا پرېکړه یې د واکسینو ورکولو وړتیا لوړېدو او د زیاتو واکسینو وررسېدو له وجې کړې.
دا په داسې حال کې ده چې حکومت د مې پر ۱۲مه پر ولس غږ وکړ چې په اختر کې دې له ګڼې ګوڼې ډډه وکړي او د وایرس خپراوي مخنیوي ټولې لارښوونې دې عملي کړي. پاکستان تر اوسه تر ۳،۷ میلیونه زیاتو کسانو ته د کووېډ-۱۹ واکسین ورکړي.
دا هم وګورئ:
هند کې د ټولبند نه عملي کولو پرضد د پولیس هلې ځلېمتحده عرب امارات له پاکستان او نورو هېوادونو د الوتکو پر ورتګ بندېز لګويپه سوات کې له کورونا وایرسه "هوټلونو ته نهه نيم اربه روپۍ تاوان" رسېدلیپه عین وخت کې د کورونا وایرس وبا په اړه د ارقامو حکومتي ووبپاڼې نن ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې ۳،۲۶۵ تازه پېښې ثبت شوې دي چې ورسره د کورونا وایرس وهلیو کسانو شمېر ۸۷۰،۷۰۳ ته رسېدلی دی.
له دې څخه یې ۷۷۶،۳۱۵ جوړ شوي. ووبپاڼه زیاتوي په پاکستان کې له کووېډ-۱۹ څخه ټول ۱۹،۳۳۶ کسان مړه شوي.