افغان چارواکي وايي، وسله والو د کابل ولایت په کلکان ولسوالۍ کې له ازبکستانه د درامدېدونکې برېښنا یوه ستن په بم الوځولې ده چې له وجې یې کابل ښار ته د بجلۍ رسد ټکنی شوی.
د افغانستان د برېښنا شرکت د پروان حوزې مشر روح الله ساجد مشال راډیو ته وویل، تېر ماښام شاوخوا اته نیمې بجې وسله والو ستنې ته بارود ایښي ول.
د ده په خبره، د چاودنې له وجې د پلازمېنې په ګډون د اووه ولایتونو برېښنا پرې شوې. د حملې ذمه واري چا نه ده منلې.
روانه اوونۍ هم په کلکان ولسوالۍ کې وسله والو د برېښنا دوه ستنې الوځولې وې چې لا یې هم د رغونې چارې په بشپړه ټوګه پای ته نه دي رسېدلې.