له وسلهوالو طالبانو جلا شوې ډلې د مرستیال ملا عبدالمنان نیازي مړی په یکشنبه په هرات کې خاورو ته وسپارل شو او زوی یې د هغه ځای ناستی وټاکل شو.
د راپورونو له مخې د ملا عبدالمنان نیازي د جنازې په مراسمو کې د یادې ډلې سلګونه پلویانو او غړو محمد خالد نیازی خپل مشر وټاکه.
خالد نیازي ازادي راډیو ته وویل چې د خپل پلار په لار پسې به ځي: "زه هم د حاجي صاحب هیلې پوره کوم. د هغه هیلې او اهداف یو امن افغانستان او ارامه او خوشحاله خلک و."
ملا عبدالمنان نیازی د طالبانو په دوره کې د بلخ او هرات والي پاتې شوی وو. هغه د طالبانو د پخواني مشر ملا اختر منصور تر وژل کېدو وروسته د ملا محمد رسول په مشرۍ د بېلې شوې ډلې مرستیال وټاکل شو.
د هرات والي عبدالوحید قتالي ازادي راډیو ته وویل ملا نیازی تېره چهارشنبه د ادرسکن او ګذرې ولسوالیو ترمنځ په یوه برید کې سخت ټپي شوی و.
دی د درملنې لپاره کابل ته انتقال شوی و چې هم هلته یې ساه ورکړه او مړی یې یکشنبه هرات ته یوړل شو.