یو ۷۳ کلن پاکستانی چې له تېرو ۱۶ کلونو راهیسې د امریکا په ګوانتانامو زندان کې وو، د خوشې کېدو رسمي منظوري یې ورکړل شوې ده.
د دې کس وکيل شبلي سوليوان بینس ويلي چې پر موکل یې د ۱۱م سېپتمبر (۲۰۰۱) بریدونو په سازش کې له دوو کسانو سره د مرستې شک وو.
بینس زیاتوي چې سيف الله پراچه او دوه نور کسان د مې پر ۱۷مه نېټه په رسمي توګه خبر کړل شول چې د بیاکتنې بورډ (جرګګۍ) تر جاج وروسته دوی له تورونو پاک ګرځول دي.
وکیل سليون د بورډ د اورېدنې پر مهال د ښاغلي پراچه استازيتوب کاوه.
نوموړي ويلي چې په رسمي سند کې د فيصلې نور تفصيل نه دی ورکړل شوی البته دې نتيجې ته رسېدلي چې پراچه نور د امريکا امنيت ته ګواښ نه دی.
دا هم وګورئ:
ولسمشر ټرمپ د نیویارک برید تورن کس ته د مرګ سزا غږ کړید ګوانتانامو یوه بندي له القاعدې سره د مرستو کول منليامریکا له ګوانتانامو پینځه زندانیان اماراتو ته سپارلي.د امريکا دفاع وزارت د ازادي اروپا رېډيو/ازادۍ رېډيو د مې میاشتې پر ۱۸مه ناوخته په ځواب کې ویلي چې پراچه او دوه نور بندیان د ''لېږد وړتیاتابه بڼې'' ته اړوي.
نيویارک ټايمز ويلي چې ۵۴ کلن پاکستاني شهري عبدالرباني او ۴۰ کلن یمني وګړي عبدالرحيم اتمان ته هم د خوشې کېدو د منظورۍ په اړه په رسمي توګه ويل شوي دي. پر دوی درې واړو د جرم کولو کوم رسمي تور نه وو پورې شوی.