پاکستان کې له کووېډ-۱۹ څخه د مړو شویو شمېر له ۲۰،۰۰۰ لوړ شو

د پنجاب په راولپېنډۍ کې روغتیاپالان یو مړی انتقالوي - ارشیف انځور.

په پاکستان کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې له کووېډ-۱۹ څخه ۱۰۲ کسان مړه شوي چې ورسره له دې ناروغۍ د مړو شویو ۲۰،۰۸۹ ته ورسېد.

د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ووبپاڼې د مې پر ۲۱مه ویلي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کورونا وایرس ۳،۰۷۰ تازه پېښې ثبت شوې دي چې ورسره له تېر کال مارچ راهیسې په پاکستان کې د کورونا وایرس وهلیو رسمي شمېر ۸۹۳،۴۶۱ ته رسېدلی، چې پکې ۸۰۳،۱۴۲ کسان له ناروغۍ رغېدلي دي.

د ووبپاڼې په وینا، دا وخت په پاکستان کې د کورونا وايرس د وړجنو شمېر له ۶۳،۰۰۰ زيات دی.

دا په داسي حال کې ده چې د سيند صوبايي حکومت د کورونا وايرس مخنيوي لپاره د بندیزونو نه نرمولو ویلي دي.

د سيند اعلا وزير مراد علي شاه د مې پر ۲۰مه خبریالانو ته وويل، "تر اختر وروسته په صوبه کې د کورونا وايرس ناروغانو شمېر زيات شوی دی، نو په صوبه کې به بنديزونه پر ځای ساتي."

په پاکستان کې د کورونا وايرس وبا د څار او کنټرول قامي ادارې (نيشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر يا اېن سي او سي) د مې له ۲۴مې څخه د تعليمي ادارو پرانيستو او د رستورانونو دباندې د خوراک اجازه ورکولو پرېکړه کړې.

د مې پر ۱۹مه، په اسلام اباد کې د پلانونو او پرمختيايي چارو وفاقي وزير اسد عمر په مشرۍ د اېن سي او سي تر غونډې وروسته په بیان کې راغلي، تعلیمي ادارې په هغو ضلعو کې بیا پرانیزې چې پکې د کورونا وايرس د مثبتو پېښو شرح تر پينځه فيصده کمه وي.

بیان وايي، صوبو ته یې د مې له ۲۴مې څخه د سيل ځايونو د بیا پرانیستو په اړه هم لارښوونې کړې دي.