د ايران پارليمان سپېکر د مې په ۲۳مه ويلي دي چې د ملګرو ملتونو له ايټمي څارونکې ادارې سره د څارنې د دریوو مياشتو تړون موده ختمه شوې ده.
دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ ځواکمن هېوادونه له ايران سره د ايټمې موافقه پرځای ساتلو لپاره سفارتي هلې ځلې کوي.
د ايران نيمه دولتي اژانس فارس د محمد باقر قاليباف په حواله ويلي دي چې له دغې نړيوالې ادارې سره د دریوو مياشتو تړون د مې پر ۲۲مه ختم شو نو ځکه به اوس دغه اداره په ايټمي تنصيباتو کې د کيمرو له لارې غونډو شويو معلوماتو ته رسايي نه لري.
د نوموړي څرګندونو له امريکا او نورو هېوادونو سره د ايټمي موافقي په اړه خبرې نورې هم ستونزمنې کړې دي. تهران د ۲۰۱۵م کال ايټمې پروګرام کې د ټاکلو شويو اهدافو باوجود وار له مخه په زيات مقدار کې اورانيم غني او زخيره کوي.
د ملګرو ملتونو د اټومې انرژۍ ادارې په روانه اونۍ کې ويلي وو چې له تهران سره د څارنې د پرمخ وړلو په څرنګوالي خبرې کوي.