په افغانستان کې د ښځو حقونه له ګواښ سره مخامخ دي: بخښنې نړيوال سازمان

د بخښنې نړيوال سازمان خبردارۍ ورکړی چې په داسې حال کې چې د افغان سولې مذاکرات په ټپه ولاړ دي او نړيوال ځواکونه د سږکال تر پایه د وتلو تياری نیسي په دغه هېواد کې د ښځو هغه حقونه چې په ډېره ګرانه ترلاسه شوي له ګواښ سره مخامخ دي.

د بشري حقونو لندن مېشت سازمان د ایشا پېسيفک مشرې ياميني مشرا د مې پر ۲۴مې په بيان کې ويلي چې افغانستان يو داسې لور ته د ښويېدو په حال کې دی چې په نتیجه کې به يې په تېرو ۲۰ کلونو کې د ښځو او نجونو لاس ته راوړي حقونه له خطر سره مخامخ شي.

نوموړې زياته کړې چې اوس وخت رارسېدلی چې افغان حکومت او اتحاديان يې په يوه خوله د ښځو حقونه لپاره کار وکړي او هوډ وښيې چې له طالبانو سره به د دوی پر حقونو معامله ونکړي.

د بخښنې نړيوال سازمان دا خبره هم په ګوته کړې چې د ۲۰۲۰ز کال سېپټېمبر مياشت کې په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په پیل شویو مذاکراتو کې د ښځو ګډون ډېر محدود دی. د افغان حکومت په ۲۱ کسيزه مذاکراتي ډله کې د ښځو شمېر څلور دی او د طالبانو په ډله کې هېڅ يوه ښخه نشته.

سازمان وايي، په ۲۰۰۱ز کال کې د امريکا په مشرۍ نړيوالو ځواکونو له خوا د طالبانو حکومت نسکورلو راوروسته په افغانستان کې د ښځو حقونو کې مهم پرمختګ شوی دی.