په پاکستان کې له ۱۹ کلونو زیات عمر لرونکو کسانو ته د کووېډ-۱۹ واکسینو ورکولو بهیر پیلېږي.
د پاکستان د پلانونو او پرمختیايي چارو وزیر اسد عمر د مې پر ۲۶مه پر ټوېټر ولیکل چې د کورونا وایرس وبا د څار او کنټرول ادارې (نیشنل کمانډ اېنډ اپرېشن سېنټر یا اېن سي او سي) په غونډه کې پرېکړه شوې چې د واکسینو بهیر د مې له ۲۷مې څخه تر ۱۹ کلونو زیات عمر لرونکو کسانو ته وغځوي.
د اېن سي او سي له ووبپاڼې سره سم، د مې تر ۲۷مې پاکستان څه د پاسه درې میلیونه خلکو ته د واکسینو یو خوراک ورکړی او تر یو نیم مېلیون زیات خلک یې په مکمله توګه واکسین کړي دي.
د پاکستان حکومت درې چینايي واکسینونه (سینوفارم، کینسینو او سینو ویک)، د روسیې سپوتنیک وي او د برتانیې استرازېنېکا منظور کړي او وګړو ته یې ورکوي.
په عین حال کې د کووېډ-۱۹ وبا په اړه حکومتي ووبپاڼې د پنجشنبې (زیارت) پر سهار وویل چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کورونا وایرس ۲،۷۲۶ پېښې ثبت شوې دي چې ورسره سم، د ۲۰۲۰ز له مارچ راهیسې د ټولو وړجنو شمېر ۹۱۱،۳۰۲ ته رسېدلی دی.
ووبپاڼه وايي، کووېډ-۱۹ وبا په هېواد کې ټول ۲۰،۵۴۰ کسان وژلي خو ۸۳۱،۷۴۴ کسان له ناروغۍ رغېدلي هم دي.