په کورمه کې د ځمکلاندې بم چاودنه کې څلور ماشومان ژوبل شوي

چارواکي وايي، چاودنه د منځنۍ کورمې په تندۍ سیمه کې شوې.

چارواکي وايي، د مې پر ۲۷مه د کورمي په تندۍ سیمه کې په چاودنه کې څلور ماشومان ژوبل شوي.

د پولیسو یوه چارواکي د مې ۲۷مې شپې مهال د نوم نه ښودو په شرط مشال راډیو ته وویل، ماشومانو د پېښې په ځای کې لوبې کولې.

دی زیاتوي، پلټنې ښيي چې دا د ځمکلاندې بم چاودنه وه.

د سدې سرکاري روغتون مشر ډاکتر واجد علي شاه وايي، ژوبل ماشومان یې تېر مازیګر تر لومړنۍ درملنې وروسته د ټل پوځي روغتون ته انتقال کړل.

دی زیاتوي چې د ماشومانو عمرونه له پینځو تر ۱۰ کلونو پورې دي او روغتیايي حالت یې ښه دی.

د تندۍ سیمه د اورکزیو پولې ته نېږدې ده چې اوسېدونکي یې په ۲۰۱۷ز کال کې د وسله والو پر وړاندې تر پوځي عملیاتو وروسته ورستانه شوي ول.