د سيند های کورټ چيف جسټس په مشرۍ دوه کسيزه بېنچ په قامي اسمبلۍ کې د جنوبي وزيرستان استازي علي وزير په ضمانت د خوشې کولو درخواست رد کړی دی.
عدالت د سږکال مارچ پر پینځمه نېټه د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ علي وزير د ضمانت د درخواست په اړه فیصله خوندې کړې وه خو په اورولو کې يې ځنډ شوی وو.
د دې لپاره پښتون ژغورنې غورځنګ، د ټولنيزو رسنيو ځینو فعالانو او د پاکستان وکيلانو اتحاديې مشر لطيف اپرېدي له های کورټه غوښتنه کړې وه چې د ضمانت په اړه دې پرېکړې واوروي.
دا هم وګورئ: سیند های کورټ دې د علي وزیر د ضمانت فیصله واوروي: لطیف اپرېدید هغه وکيل قادر خان اېډوکېټ مشال راډيو ته وويل چې د چیف جسټس علي احمد شیخ په مشرۍ جرګګۍ د جون پر لومړۍ نېټه د علي وزير د ضمانت درخواست رد کړی او د ده په وينا هغه به اوس له علي وزير سره تر مشورې کولو وروسته د عدالت د پرېکړې پرضد ښايي سپريم کورټ ته ولاړ شي.
د پېښور پولیسو د ۲۰۲۰ز کال د ډېسېمبر پر ۱۶مه وزیر پر ارمي پبلېک سکول په برید کې د وژل شویو زده کوونکو څلورم تلین تر غونډې وروسته نیولی وو. پولیسو ویلي ول چې هغه یې د سیند پولیسو په غوښتنه ګرفتار کړی.
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د سیند پولیسو پر علي وزیر تور پورې کړی چې د ډېسېمبر پر شپږمه یې د کراچۍ په سهراب ګوټ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ جلسې پر مهال د ریاست ضد وینا کړې وه خو غورځنګ دا تور ردوي او وايي، په اییني او سوله ییزه مبارزه د پښتنو حقونه غواړي.
د علي وزیر تر ګرفتارۍ وروسته په کراچۍ کې د پښتون ژغورنې غورځنګ یوشمېر نور غړي هم نیول شوي ول چې وروسته عدالت په ضمانت خوشې کړل خو مقدمه یې له څه باندې پینځو میاشتو راهیسې روانه ده.