پاکستان کې د کورونا وبا درېمې څپې د لومړیو هغو پرتله زيات کسان مړه کړي

د ارشیف انځور

په پاکستان کې د کورونا وبا درېمې څپې دوران مثبتې پېښې په کمېدو دي خو د سرکاري شمېرو ترمخه د لومړيو هغو پرتله یې زيات کسان مړه کړي دي.

د کورونا وايرس په اړه د معلوماتو حکومتي ويبپاڼې شمېرې ښيي چې ۲۰۲۱ز کال د جنورۍ مياشتې ړومبۍ نېټې نه د مې تر ۳۱مې پورې (پينځه مياشتو کې) په پاکستان کې د کورونا وبا له وجې ۱۰،۶۷۴ کسان مړه شوي دي خو د ۲۰۲۰ز کال له مارچ نه تر ديسمبر (۱۰ مياشتو کې) پورې وايرس ۱۰،۱۷۶ کسان مړه کړي وو.

د وبپاڼې په وينا، د روان کال په ړومبيو پينځو مياشتو کې۴۴۰،۰۰۰ نه زيات کسان وايرس ځپلي دي او۴۰۷،۰۰۰ نه زيات ترې بيرته رغېدلي دي خو د تېر کال په ۱۰ مياشتو کې ۴۸۲،۰۰۰ نه زيات کسان له وايرسه متاثره شوي او ۴۳۷،۰۰۰ نه زيات ترې بيرته رغېدلي وو.

په پاکستان کې د کورونا وايرس ړومبۍ پېښه د ۲۰۲۰ز کال د فېبرورۍ پر ۲۶مه مخې ته راغلې وه او ړومبی تن ترې د مارچ په ۱۸مه، د مردان په منګا کلي کې مړ شوی وو.

د پنجاب په راولپېنډۍ کې روغتیاپالان یو مړی انتقالوي - ارشیف انځور.

دا چې د درېمې څپې دوران د زياتو مړو او خلکو د متاثره کزدو غټه وجه څه ده؟

د اسلام اباد پېمز روغتون کې د کورونا وارډ پخوانی مشر ډاکټر فضل ربي وايي د دوي په نظر د دې دوه غټې وجې دي، يو خو د خلکو له خوا په حکومتي لارښوونو په صحيح توګه عمل نه کول او دويمه مهمه وجه يې د وايرس د نوو بڼو پاکستان کې خپرېدل وو چې نه صرف زيات شمېر کې يې کسان مړه کړل بلکې د مثبتو پېښو شرح هم زياته وه.

کورونا وایرس د ۲۰۱۹ کال په دیسمبر مياشت کې د چين په اوهان ښار کې راښکاره او بيا ټولې نړۍ ته خپور شو. خو د تېر کال په اخره کې د وايرس يوه نوې بڼه چې لومړی په برتانيا کې ثبت شوی وو بيا د پاکستان په ګډون د نړۍ يوشمېر نورو هيوادونو کې هم خپور شو او د ډاکټرانو په وينا چې د وايرس دغه بڼه ډير زر نورو ته انتقالېږي.

له برتانوۍ بڼې وروسته بيا په پاکستان کې د جنوبي افریقایۍ بڼې او د مې په ۲۹مه چارواکو د وايرس د هندي بڼې موندلو خبر ورکړو.

پاکستان حکومت په ملک کې د کورونا وبا مخنيوي لپاره د ځينو محدوديتونه لګولو تر څنګ د واکسينو لړۍ هم شورو کړې ده.

د پاکستان د منصوبه بندۍ وزير او د کورونا وايرس کنټرول ملي ادارې مشر اسد عمر د مې پر ۳۱مه په اسلام اباد کې خبرې غونډې ته وويل چې۷۰ لکه زيات کسان يې واکسين کړي دي.

"د واکسينو کمپاين ورځ تر بله په تېزۍ سره روان دی، موږ خواهش لرو چې دا نور هم تېز کړو او د ۲۰۲۱ز کال تر پايه اووه کروړو کسانو ته کورونا واکسين ورکړو. د واکسينو لړۍ له دې کبله هم ګړندۍ کول غواړو چې د راتلونکې لوی اختر پرمهال د وړوکي اختر پشان زيات بنديزونه و نه لګوو."

دا هم وګورئ: پاکستان سږکال ۷۰ ملينه خلکو ته د کورونا واکسين لګولو پلان لري

په پاکستان کې د حکومت له خوا د کورونا واکسين ورکولو لړۍ د روان کال له فېبرورۍ مياشتې راهیسې روانه ده او په ړومبي پړاو کې د صحت عملې تر څنګ ۷۰ کاله او له هغې زيات عمر لرونکو کسانو ته ورکول پيل کړل. خو د وخت له تېرېدو سره حکومت د عمر حد په راکمولو سره دا وخت ۳۰ کاله او له دې پورته عمر کسانو ته کورونا واکسین ورکوي.

اسد عمر د مې پر ۳۱مه په ټويټر ليکلي د جون له درېمې نېټې راهيسې به ۱۸ کاله او له دې زيات عمر کسانو ته واکسين ورکول پيلوي نو خلک دې ورسره ژر تر ژره ځان رجسټرول شورو کړي.