پنجشنبه د جون پر درېیمه په کوټه کې په یوه بمي چاودنه کې درې ماشومان وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
دغه پېښه د کوټې ښار د خروټ اباد په بادیزۍ سیمه کې هغه وخت شوې چې کله دغو ماشومانو په لاره کې پروت دستي بم پورته کړ او لوبې پرې کولې.
د بلوچستان د حکومت ویاند لیاقت شاهواني د جون پر درېیمه نېټه پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي چې پولیس د پېښې ځای ته ورغلي خو دا لا نه ده مالومه چې ماشومانو ته دغه بم څنګه په لاس ورغلی.
د وژل شویو او ژوبلو ماشومانو عمرونه له ۱۰ څخه تر ۱۴ کالونو پورې ښودل شوي دي.
د پېښې ذمه واري چا نه ده منلې.