قبایلي ضلعو لپاره دې ۱۰۰ اربه بېلې کړل شي: قبایلي مشران

قبایلي مشران وايي، حکومت دې په قبایلي ضلعو کې پرمختیايي کارونه وکړي او خلکو ته دې د روزګار مواقع برابرې کړي. انځور- ارشیف

د جون پر اوومه نېټه یوشمېر قبایلي مشرانو په سر ښار اسلام اباد کې د مظاهرې په ترڅ کې له حکومته غوښتنه وکړه چې په راروان بجټ کې دې قبایلي ضلعو لپاره ۱۰۰ اربه روپۍ چې د انضمام په وخت یې ژمنه شوې وه، بېلې کړل شي.

دا مشران د تحریک اصلاحات پاکستان ګوند د سیوري لاندې راټول شوي وو او دا غوښتنه یې هم کوله چې حکومت دې په قبایلي ضلعو کې پرمختیايي کارونه وکړي او خلکو ته دې د روزګار مواقع برابرې کړي.

بل پلو یو حکومتي استازي اقبال اپرېدي د جون پر اوومه مشال راډیو ته د دغه احتجاج نه پس وویل، حکومت په قبایلي ضلعو کې د پرمختګ د کارونو لپاره فنډونه ورکوي او ډېر زر به د صوبو ترمینځ د مالیاتي تقسیم یا په اېن اېف سي ایوارډ کې هم د قبایلو برخه بېله کړي.

په پاکستان کې بجټ په روانه جون میاشت کې وړاندې کېږي.