امریکايي ولسمشر جو بایډن پر نړیوالو مشرانو غږ کړی دی چې ورسره دې د نړۍ بې وزله هېوادونو ته د کورونا وایرس ناروغۍ واکسینو په رسولو کې لاس یو کړي.
دا خبره نوموړي د جون پر ۱۰مه په چټکۍ د جهاني وبا پای ته د رسولو په موخه بې وزله هېوادونو ته د ۵۰۰ میلیونه خوراکه واکسینو ورکولو تر اعلان وروسته وکړه.
بایډن په برتانیا کې د لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې یا جي اووه تر سرمشریزې مخکې د واکسینونو ورکړې ته د امریکا ژمنتیا اعلان کړه.
نوموړي وار له مخه د روانې میاشت تر پای پورې د ۸۰ میلیونه خوراکه واکسینو د ورکولو ژمنه کړې.
د فایزر شرکت ۵۰۰ میلیونه خوراکه نور واکسین به د کوویکس په نوم د نړیوال اېتلاف له لارې د راتلونکي کال پر مهال، په ۹۲ بې وزله او مخ پر ودې اقتصاد لرونکو او د افریقايي ټولنې په غړو هېوادونو کې وېشل کېږي.
ولسمشر بایډن وویل، دا د امریکا او نړۍ په ګټه ده چې واکسیني بهیر پراخه کړي او هر ځای ته یې په چټکۍ ورسوي. نوموړي وویل، امریکا "به له نورو نړیوالو ملګرو سره په ګډه له جهاني وبا څخه د نړۍ په ایستلو کې مرسته وکړي."
ده وویل چې د جون پر ۱۱مه به د جي اووه ټولنې غړي هېوادونه هم له امریکا سره د واکسینونو د ورکړې په ژمنه ورګډېږي.