د نړۍ ځواکمن هېوادونه د کووېډ-۱۹ واکسینو د مرستو ژمنې کوي

G-7 مشران

تمه ده چې د نړۍ د اوو ځواکمنو هیوادونو ډلې G-7 مشران د خپلې درې ورځنۍ غونډې په جریان کې غریبو هیوادونو ته د کورونا وبا د واکسینو ورکولو په اړه کومه مهمه پرېکړه اعلان کړي.

دا غونډه د جون پر ۱۱مه، د انګلستان په Cornwall کې پیل شوې ده.

د برتانیا وزیراعظم بوریس جانسن د جون پر ۱۰مه، دغه ژمنه اعلان کړه خو په دې اړه یې څه تفصیل ورنکړ چې ې هر هیواد به څنګه خپله مرسته کوي؟ خو د نوموړي په وینا له دې اقدامه یې موخه دا ده په ۲۰۲۲ز کال کې د کورونا وبا د ختمولو لپاره باید په شریکه کار وکړل شي او له هغو هیوادونو سره د واکسینو مرسته وشي چې د اخېستو توان یې نه لري.

تر دې وړاندې، امریکايي ولسمشر جو بایډن پر نړیوالو مشرانو غږ کړی و چې ورسره دې د نړۍ بې وزله هېوادونو ته د کورونا وایرس ناروغۍ واکسینو په رسولو کې لاس یو کړي. دا خبره نوموړي د جون پر ۱۰مه په چټکۍ د جهاني وبا پای ته د رسولو په موخه بې وزله هېوادونو ته د ۵۰۰ میلیونه خوراکه واکسینو ورکولو تر اعلان وروسته وکړه.

بایډن په برتانیا کې د لوی اقتصاد لرونکو هېوادونو ټولنې یا جي اووه تر سرمشریزې مخکې د واکسینونو ورکړې ته د امریکا ژمنتیا اعلان کړه. نوموړي وار له مخه د روانې میاشتې تر پایه د ۸۰ میلیونه خوراکه واکسینو د ورکولو ژمنه کړې.

د فایزر شرکت ۵۰۰ میلیونه خوراکه نور واکسین به د کوویکس په نوم د نړیوال اېتلاف له لارې د راتلونکي کال پر مهال، په ۹۲ بې وزله او مخ پر ودې اقتصاد لرونکو او د افریقايي ټولنې په غړو هېوادونو کې وېشل کېږي.

برتانیې ویلي دي چې سږ کال به له دوی اضافي د واکسینو ۱۰۰ میلیونه خوراکونه عطیه کوي.

د برتانیې، فرانسې، جرمني، جاپان، ايټالیې، کاناډا او امریکا د مشرانو په دې سرمشریزه کې له کورونا وبا نړیواله رغېدنه یوه مهمه موضوع ده.