سږکال يوازې د سعودي ځايي وګړي د حج کولو اجازه لري

سعودي عرب کې پروسږ کال (۲۰۲۰ز) حاجیان د حج مراسم ادا کوي

د سعودي عرب انتظامي چارواکي وايي چې سږ کال به هغو ۶۰ زرو ځايي اوسېدونکو ته د حج کولو اجازه وي چې کووېډ-۱۹ واکسین ورته لګېدلی وي.

چارواکو دا خبره تاییده کړې چې له بهره کسان نه شي کولای چې د حج په مراسمو کې برخه واخلي.

د سعودي عرب سرکاري خبري اژانس نن (د جون پر ۱۲مه) د هېواد د حج او عمرې وزارت چارواکو له قوله ویلي چې د سعودي عرب شهریت لرونکي او اوسېدونکي چې شمېر یې تر ۶۰ زرو پورې محدود دی، حج کولای شي.

خو زیاته یې کړه چې د حج خواهشمند کسان باید کومه سخته ناروغي ونه لري او پکار ده چې واکسین شوي هم وي. د دوی د عمر حد یې له ۱۸ څخه تر ۶۵ کلونو پورې ټاکلی دی.

هر کال د حج لپاره شاوخوا دوه میلیونه مسلمانان مکې او مدینې ته ورځي.

ټاکل شوې چې سږ کال د حج مراسم د جولای له ۱۷مې څخه تر ۲۲م پورې وشي.

ډېرو هیوادونو وار له مخه د حج سرکاري پروګرامونه منسوخ کړي دي. تېر کال یوازې ۱۰۰۰ ځايي خلکو ته د حج کولو اجازه ورکړل شوې وه.