د پاکستان ټیلیوېژن چېنلونو ولې "د جانيخېلو په پرلت سترګې پټې" کړې؟

د جانيخېلو مظاهره چيان

د خیبر پښتونخوا د بنو په جانيخېلو کې د مې له ۳۱مې راهیسې ځايي خلک د امن غوښتو لپاره په احتجاج دي. دوی تر دې یوه ورځ مخکې د وژل شوي يو قومي مشر ملک نصیب خان مړی هم له ځان سره ایښی او د احتجاج په ډول یې له ښخولو انکار کړی دی.

خو د پاکستان په مرکزي او لویو رسنيو (Mainstream Media) لکه ټیليوېژن او لويو ورځپاڼو کې یې په اړه راپورونه نشته. د جانیخېلو د احتجاج يو ګډونوال محمد ولي د جون پر ۱۲مه مشال رېډیو ته وويل، دوی کومه غیرقانوني غوښتنه نه ده کړې مګر بیا هم له پامه غورځول شوي دي. "میډیا بیخي دلته نه راځي. موږ خپله هم نه پوهېږو چې مېنسټریم میډیا زموږ په اړه ولې خاموشه ده؟ موږ خو دلته پرامنه ناست یو. هېڅ زیاتی مو نه دی کړی او د امن لپاره راوتلي یو."

ډېری رسنيو پخوا هم پر امنيتي ځواکونو تنقيد کوونکو جلسو او مظاهرو ته پوښښ نه دی ورکړی

د جانيخېلو خلک د پاکستان له امنيتي ځواکونو غواړي چې د ټولو وسله والو پر ضد يو شان عمليات وکړي او په اصطلاح "ښه او بد" دې پکې نه ګوري. پوځ تر اوسه د دوی د دې غوښتنې په اړه څه نه دې ويلي خو پخوانی دريځ یې دا دی چې دوی د ټولو وسله والو پر ضد يو شان کارروايي‌کړې ده. بلخوا د بنو پولیسو ويلي چې د ملک نصیب خان د وژنې په اړه یې پلټنې پېل کړي دي.

ځايي‌ خبریال ګوهر وزیر چې د جانیخېلو پرلت ته ورغلی وو، د جون په ۱۲مه یې مشال رېډيو ته وويل چې د خپلو اييني حقونو غوښتنو لپاره په سره ګرمۍ کې ناستو خلکو ته پام نه کول د ځينو رسنيو د رویې په اړه پوښتنې راپورته کوي. "پر پښتو ټي وي چېنلونو (خیبر او مشرق) د دې احتجاج خبرونه ول خو په نورو نه. دلته خبریالان له دې وېرېږي چې که د دې احتجاج په اړه راپور جوړ کړي نو هسې نه چې څوک ترې خفه شي. د چینلونو مالکان هم په دې کې څه دلچسپي نه اخلي."

دا هم وګورئ: جانیخېل ولې د بې امنۍ ښکار ده؟

د پاکستان د اطلاعاتو وزارت په وینا، په هغه ملک کې ۱۱۲ شخصي ټیليوېژن چېنلونه دي. دا لومړی ځل نه دی چې د پاکستان ټي وي چېنلونه د پښتنو ورته احتجاجونه له پامه غورځوي. تر دې مخکې هم د امنیتي ځواکونو په اړه دا رقم جلسو او مظاهرو ته خبري پوښښ نه دی ورکړل شوی.

نه پوهېږو چې مېنسټرېم میډیا زموږ په اړه ولې خاموشه ده؟ موږ خو د امن اییني غوښتنه لرو.
محمد ولي

د بې سرحده خبریالانو نړيوالې ادارې د ۲۰۲۱ز کال د راپور ترمخه، په پاکستان کې رسنۍ بشپړه ازادي نه لري او د امنيتي ادارو تر څار لاندې دي. پوځ هېڅکله دا نه مني او د اطلاعاتو او خپرونو چارو وزیر فواد چودري د مې په ۳۰مه له بي بي سره په مرکه کې ويلي ول چې پر خبریالانو او رسنيو هېڅ بندېز نشته.

خو په پېښور کې خبریال او څېړونکی محمود جان بابر وايي، په پاکستان کې چې کوم ډول حالات دي، رسنۍ د هر خبر د نشرولو په وخت ډېر فکر کوي. هغه د جون په ۱۲مه مشال رېډيو ته وويل: "الېکټرانک میډیا او ورځپاڼو ته ویل شوي چې دوی به ځينې خبرونه نه خپروي. کېدای شي ځینې خبرې لکه د جانیخېلو احتجاج په خپرولو کې څه مسله نه وي او څوک د دې خبر خپرونکو ته څه و نه وایي خو تر دې مخکې چې پر ځينو خبري ادارو [د دې تور په بنیاد] بندیزونه لګول شوي چې د ریاست خلاف دي، نو ځکه اوس د رسنیو او ټیلیوېژن چېنلونو مالکان داسې فکر کوي چې دا فلانکی خبر به هم په دې کاته کې راځي نو ځکه یې نه نشروي. نو دا د میډیا خپله کمزوري هم ده."

دا هم وګورئ:

د جانیخېلو پرلتوالو اسلام اباد ته د تلو دړکه کړېپوليسو سياستوالان د جانيخېلو پرلت ته له ورتګه ګرځوليد رسنيوو د ازادۍ ورځ: په پاکستان کې مطبوعات څومره ازاد دي؟په پاکستان کې د ټولنيزو رسنيوو څه کم شل زره اکاونټونه بند کړل شوي دي

د جانیخېلو د احتجاج مشر ډاکټر ګل عالم د جون پر ۱۱مه پرلتوالو ته په خپله وېنا کې وویل، دا یوه "لویه المیه" ده چې ټیليوېژن چېنلونو د دوی پر "اوږد او لوی احتجاج سترګې پټې او غوږونه کاڼه" کړي دي خو د هغه په خبره، دوی به بیا هم د امن د خبرو د خپرولو کوښښ پرېنږدي.

مشال رېډيو د پاکستاني ټیليوېژن چېنلونو له ځينو اېډېټرانو (مدیرانو) سره په دې اړه د خبرو کولو کوښښ ‌وکړ خو هغوی خبرې و نه کړې.