د امریکا ولسمشر جو بایډن د جون پر ۱۵مه د اروپايي شورا مشر چارلس مایکل او د اروپايي کمیشن مشرې اورسلا ون دیر لیین سره د ملاقات پر مهال د تجارت، اب و هوا بدلون او د روسیې او چین د مخ په زیاتېدونکی سخت دریځ پر وړاندې د ګډ ایتلاف په اړه خبرې کوي.
امکان دی چې دواړه لوري د خپلو اړیکو د بیا ښه کولو لپاره کار وکړي ځکه چې د دوی ترمینځ له تېرو څو کلونو راهیسې اړیکې د پخواني ولسمشر ډونلډ ټرمپ د انتظامیې په موده کې سړې شوې وې.
د اروپايي ټولنې او امریکا ترمینځ تر ټولو زیاته مسله په سټیلو ۲۵ او پر ایلومینیم ۱۰ فيصده ټیکس دی چې ډونلډ ټرمپ په ۲۰۱۸ز کال کې په اروپا او نورو نېږدې ملګرو هېوادونو لګولی وو.
ولسمشر بایډن له روسي ولسمشر ولادمیر پوتین سره تر ملاقات وړاندې د ماسکو د اثر زیاتېدو د مخنیوي لپاره د اروپايي هېوادونو د ملاتړ ترلاسه کولو په هڅه کې دی.
دا ملاقات به د جون پر ۱۶مه په جینوا کې کېږي. په ۲۷ هېوادونو مشتملې اروپايي ټولنې کې دا مهال د روسیې په حواله سره په تګلارو کې اختلافات موجود دي.
اروپايي ټولنې ته تر ټولو زیات قدرتي ګیس له روسیې ترلاسه کېږي او روسیه بیا په نړیوالو معاملو لکه د شام او لیبیا په شخړو او د ایران ایټمي تړون کې مهم رول لري.