د کراچۍ – کوټې سړک په اوږدو کې د عثمان کاکړ د جنازې پر امبولېنس ګلپاشي

عثمان کاکړ

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي صدر او پخواني سېنېټر محمد عثمان خان کاکړ مړی به نن په کلاسیف الله ضلعه کې د هغه خپل پلرني ټاټوبي مسلم باغ ته ورسول شي.

عثمان خان کاکړ چې د جون پر ۲۱مه يې د کراچۍ په اغا خان روغتون کې سا ورکړه، نن(د جون پر ۲۲مه) يې مړی د لسګونو ګاډو په کاروان کې خپلې سيمې ته وړل کېږي.

پر ټولنیزو رسنیو ښکاري چې د بلوچستان ځینو سیاسي ګوندونو لکه نیشنل پارټۍ، بلوچستان نیشنل پارټۍ او د جمعیت علماء اسلام په لوی شمېر کارکنان د کراچۍ – کوټې د لوی سړک یوې بلې غاړې ته ولاړ پر هغه امبولېنس ګلپاشي کوي چې د عثمان کاکړ مړی یې اخیستی دی.

په دې قافله کې شامل د پښتونخوا ملي عوامي ګوند يو غړي سردار اغا مشال رېډيو ته وويل چې قافله کې ډېر زيات خلک دي نو کېدای شي چې نن د شپې ناوخته مسلم باغ ته ورسېږي.

نوموړی وايي، د عثمان کاکړ جنازه به سبا مازيګر پینځه بجې په خپل پلرني ټاټوبي کې کېږي.

اغا زياتوي چې د جون پر ۲۱مه هم ناوخته ډېرې خلکو په کراچۍ کې د عثمان خان کاکړ په جنازه کې ګډون وکړ چې پکې د عوامي نېشنل ګوند، پيپلزپارټۍ، مسلم ليګ (ن) نیشنل پارټۍ، بلوچستان نیشنل پارټۍ او د جمعیت علماء اسلام ف مخکښان هم شامل وو.

محمد عثمان خان کاکړ چې د جون پر ۱۷مه نېټه په خپل کور کې ژوبل شوی وو، تر اوسه معلومه نه ده چې نوموړی څنګه ژوبل شوی وو خو د هغه زوی خوشال خان وايي، پر پلار یې برید شوی دی او پر سر ډېر سخت ګوزار ورباندې شوی دی.

دا هم وګورئ:

د عثمان خان کاکړ له ګوندي تر ولسي شهرته سفرعثمان کاکړ د خپل قام لپاره هرې لویې قربانۍ ته خپلځان تیار کړی وو: میا افتخارد عثمان کاکړ زوی وايي، پلار یې وژل شوی

بلخوا د بلوچستان کورنيو چارو صوبايي وزیر میرضیاء لانګو ویلي دي چي عثمان خان کاکړ په طبعي مرګ مړ دی خو له بده مرغه ځینې خلک ورته غلطه بڼه ورکوي.

ضیاء لانګو داخبره د جون پر ۲۲مه نېټه په کوټه کې د خبري ناستې پر مهال وویل چې د عثمان خان کاکړ په مرګ ټول هېواد غمجن دی ځکه چې عثمان لالا تل د مظلوم ولس ږغ پورته کړی وو.

دی وايي، پرله پسې د عثمان لالا له کورنۍ سره په تماس کې وو خو له بده مرغه ځینې خلک د هغه پر مړینه بې ځايه پروپیګنډه کوي او د عثمان لالا ومرګ ته د ناسمې بڼې ورکولو هڅه کوي.

پر دې مهال د پخواني سېنېټر عثمان خان کاکړ معالج ډاکټر نقیب اڅکزی هم موجود وو، د هغه وینا وه چې د عثمان لالا د سر په چپه خوا کې ټپ جوړ شوی وو چې اپرېشن یې ډېر زیات وخت واخیست او د هغه خپلوانو په خواهش د ډاکټرانو یوه ټیم ټوله وخت د عثمان لالا نګراني کوله چې ۲۴ ساعته وروسته یې طبعیت زیات خراب شوی وو نو وروسته ډاکټرانو عثمان لالا کراچۍ ته د استولو فیصله وکړه.

عثمان خان کاکړ یې د جون پر ۱۹مه ماښام مهال د ښه علاج لپاره په يوه خصوصي الوتکه (اېیر ایمبولېنس) کې له کوټې څخه کراچۍ ته یووړ. په اغا خان روغتون کې د ډاکترانو یوې لویې ډلې د کاکړ درملنه کوله.

د جون پر ۱۷مه تر ژوبلېدو وروسته د کوټې په یوه شخصي روغتون کې د ته د درملنې لپاره یووړ. هلته د نوموړي د سر اپرېشن وشو خو د جون پر ۱۹مه ورځ د لا نورې درملنې لپاره د سیند حکومت په مرسته د کراچۍ اغا خان روغتون ته ورسول شو.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د عثمان کاکړ زوی وايي، پلار یې وژل شوی

د عثمان خان کاکړ بل ورور ډاکټر امان الله خان وړاندې ټولنیزو رسنیو ته ویلي ول چې ورور یې د سر کیڼۍ خوا ته ټکان خوړلی وو او ټپ یې هم "ډېر ژور" وو. په کوټه کې ډاکټر نقیب الله اڅکزي د عثمان کاکړ د پرهر څه کم پینځه ساعته جراحي (سرجري) کړې وه.

د عثمان کاکړ پر مړینه غبرګونونه

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د عثمان خان کاکړ پر مړینه خواشیني څرګنده کړې او د هغه مرګ یې یوه ضایعه بللې.

په دې تړاو د ارګ اعلامیه کې راغلي: عثمان خان کاکړ د افغان وطن د یوه ریښتوتي خواخوږي او ځيرک سیاستوال په توګه د سولې، ټېکاو او یووالي لپاره عملي مبارزه او د قدر وړ هلې ځلې وکړې.

نوموړي په افغانستان کې د سولې بهیر د ملاتړ ترڅنګ تل د پردیو د لاسوهنو سخت مخالفت کاوه او پر هغو ټولو تګلارو او کړنو یې سختې نیوکې کولې چې افغانستان او سیمې ته یې زیان رساوه.

د عوامي نېشنل پارټۍ یو بل مرکزي مشر غلام احمد بلور هم د عثمان کاکړ پر مړینه خواشیني ښودلي او هغه یې یو بې وېرې سړی بللی دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، عثمان کاکړ خپلې نظریې او د ځپل شویو ولسونو د حقونو لپاره خپلې مبارزې ته ژمن کس و او تشه به یې ډکه نه شي.

بلوچستان بار کونسل د عثمان کاکړ پر مړینه خپګان ښودلی او د هغه په غم کې یې د څلورو ورځو لپاره ویر اعلان کړی او ویلي یې دي چې هېڅ یو وکیل به یې عدالتۍ پېشیو ته نه ورځي.

د پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبايي مشر محمد عثمان کاکړ پر ژوبلېدو،پر ټولنیزو رسنیو هم سخت خپګان ښودل کېږي.